کندوز: پولیسو دواده په موټرو ډزې کړي، اودوه تنه یې وژلي

کابل ټکی کام ( دوشنبه، ۱۲ وری، ۱۳۹۸ ل)

 د کندوز ولایت په مرکز کې د پولیسو یوې پوستې د واده پر یو موټر ډزې کړي او دوه تنه يې وژلي دي.

د کندوز د ولایتي شورا غړي وايي پولیسو له واده راوړونکو د شریني غوښتنه کوله، چې هغوی ورسره خبرې ښکته پورته کړې او پولیسو پرې ډزې کړې دي.

طلوع‌‌نیوز د یادې سرچینې په حواله وايي چې د پولیسو او واده راوړونکو تر منځ لفظي شخړه وشوه چې پولیسو پرې د ټوپک شپېلۍ ونیولې.

سرچینه د کندوز د ځايي چارواکو په حواله وايي چې پولیسو ځکه پرې ډزې وکړې چې د واده پر موټرو يې شک راغی او هغوی پوستې ته په ور نږدې کېدو و.

معمولاً تردې پخواهم د لویو لارو پر سر د پوستو عسکر د شرینۍ په پلمه د ودونو موټرې دروي او ان د هغوی تر توان پورته پیسې ترې د شیرینې په نوم اخلي.

څومیاشتې پخوا دفراه ولایت په اوږدو کې دپولیسو یوې پوستې یو موټروان د۳۰افغانیو په نه ورکړې وژلی وو.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button