ليکوال: غورځنګ
له امريکايي يرغل سره سم له نظامي پلوه د طالبانو د ځپلو تر څنګ دا هڅې هم روانې دي چې طالبان په څو ټوټو تقسيم شي او له افغانستان څخه عراق او سرويه جوړ کړي. خو دا چې افغانستان بيا له عراق او سوريې سره ډېر توپير لري او تېر تاريخ ته يې په کتو سره بايد ووايو چې افغانان په تېر تاريخ يوازې يو ځل انګرېزانو غولولي دي، چې د ډيورنډ کرښه يې د دوی په وجود کې وېستلې ده نو بيا نه غولېږي، که څه هم امريکا او ناټو په دې اړه ډېرې زياتې هلې ځلې وکړې، خو بريالي نه شول.
د امريکايانو د دغو هڅو له جملې څخه د ځينو يادونه داسې کولی شو چې امريکايانو د اوسني وحدت ملي حکومت په رامنځته کولو سره غوښتل تر څو افغانستان د ژبني او قومي تعصب پر بنياد په څو ټوټو باندې تقسيم کړي نو د همدې لپاره يې لومړی ځل دواړو واکمنانو ته (غني او ډاکټر عبدالله عبدالله) ته د لفظي شخړو امر وکړو چې دغه شخړو تر يو څه اندازې پورې قومي تعصبونه هم رامنځته کړې او بيا يې جانکيري ورته راولېږه او دواړه يې په دوو بېلابېلو وزارتونو کېنول، چې به دې ترتيب به کله هم چې په کومه نړيواله غونډه کېدله نو له افغانستان څخه به دوو نماينده ګانو پکې ګډون کولو.
خو د طالبانو ځيرک قيادت د غرب دا تر ټولو شريره دسيسه په ډېر مهارت شنډه کړه او د ټول افغانستان په لر او بر کې يې خپو جګړو ته زور ورکړو چې په دې واسطه دغه توطئه ختمه او بې نتيجې شوه.
همداشان د يرغل له پيل څخه تر اوسه پورې امريکايي رسنۍ داسې افواهات نشروي چې ګواکې طالبان او حقاني شبکه تر خپل منځ سره بېل بېل دي، خو طالبانو په بار بار بريدونو، بيانيو، اعلاميو او نورو ګړنديو هڅو وښودله چې تر خپل منځ هېڅ اختلاف نه لري او واحد صف لري، تر واحدې رهبرۍ لاندې جنګېږي.
تر ټولو لويه هڅه يې دا وه چې کله د طالبانو مؤسس ملا محمد عمر مجاهد وفات شو نو همدغو غربي رسنيو د طالبانو د وېشل کېدلو لپاره خپلو افواهاتو ته خپل ټول زور وقف کړ او ويل يې چې د طالبانو واحد صف نور دړې وړې شو خو د طالبانو رهبري شورا د په هغه وخت کې د خپلې مشرۍ لپاره يو ډېر ځيرک، باتجربه او هوښيار شخص (ملا اختر محمد منصور) وټاکه او نوموړي ملا صاحب نه يوازې طالبان له وېشل کېدلو وژغول بلکې پر مهال يې ولايتونو هم سقوط وکړ او امریکايان يې تر دې پورې وزغلول چې په قطر کې يې دفتر هم ورته خلاص کړ.
او هغه بنديزونه خو پرېږده چې په طالبانو باندې د امریکا لخوا لګول شوي دي او تر اوسه هم جريان لري، چې د هغو له جملې څخه قتصادي بنديزونه، فرهنګي بنديزونه، د سفرونو بنديزونه او نور هر ډول بنديزونه په کې شامل دي.
نو که پورتنيو ټولو ناخوالو او سختيو ته ځير شو چې د امریکا او ناټو لخوا په طالبانو باندې واردېدل او طالبانو په څومره ستر اهلي زور او مهارت ورڅخه بريالي وتل، نو معلوم به شي چې دا ټول د طالبانو د مشرتابه برکت دی چې له دغه ډول توطئو ځانونه او خپل ملت ژغوري.
او ملت هم چې له پيله يې لا په طالبانو او د طالبانو په مشرتابه باور درلوده، خو د پورتنيو دسيسو او توطئو په شنډولو سره د ولس دغه اعتماد او باور نور هم زيات شو او طالبان اوس خپل ملي او اسلامي اتلان بولي.


















