دفاع وزارت: دفاطمینو تر پلټنو وړاندې دفاطمینو راتګ ردوو

کابل ټکی کام ( دوشنبه، ۱۲ وری، ۱۳۹۸ ل)

مشهورې امریکايي رسنۍ اسوشیټيډپریس د کورنیو چارو وزارت د یو چارواکي په حواله ویلي و، سوریه کې د ایران له لوري شاوخوا ۱۵زره افغان عسکر د بشار الاسد د رژیم په دفاع کې پر جګړه بوخت و، چې شاوخوا ۱۰زره يې افغانستان ته راغلي دي.

د دفاع وزارت ویاند قیس منګل له رسنیو په سره خبرو کې وویل، د دې ډلې په اړه نظر نه لري، «موږ خپلې څېړنې کوو، معلومات به يې وروسته شریک کړو، خو اوس وایم چې د فاطمیونو راتګ ردوو.»

د کارپوهانو په وینا، د افغانستان په حساسو شرایطو کې د فاطمیون ډلې راستېدل به امنیتي ستونزې لا هم زیاتې کړې او ډېر امکان شته چې ایران به د فاطمیون ملېشې د «افغان شیعه ګانو» په ملاتړ د طالبانو او داعش په وړاندې وکاروي.

تردې وړاندې هم دایران واکمن رژیم له افغان شیعګانو مننه کړې وه، چې ددوی په وینا دایران داهدافولپاره یې ډېرې قربانۍ ورکړې دي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button