د “الفتح عملياتو” په دوهمه ورځ هم د هيواد په زياتو سيمو کې د طالبانو بریدونه روان دي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، وری ۲۴)

طالبانو پرون د جمعې په ورځ په ټول هيواد کې د (الفتح) په نوم د نوي هجري شمسي کال د پسرلنيو عملياتو اعلان وکړ.

طالبانو پرون د خپلو عملياتو پيل په هيواد کې د تر ټولو سترې پوځي هوايي اډې (بګرام) څخه پيل کړ او پر دغه هوايي ډګر يې توغندي وار کړل چې د طالبانو په وينا تر ماسختن پورې په ټول هيواد کې ۹۳ بريدونه ترسره کړي، لويې لارې يې پر دولتي منسوبينو او چارواکو تړلي او سلګونه عسکرو ته پکې مرګ ژوبله اوښتې ده.

که څه هم د امریکا بهرنيو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خليلزد غندلي او د دولت امنيتي مسؤولين وايي چې د طالبانو عمليات تبليغاتي بڼه لري خو نن هم د هيواد له زياترو ولایتونو څخه په دولتي- نظامي تأسيساتو د طالبانو د بريدونو راپورونه ورکول شوي دي.

د طالبانو مشرتابه هیبةالله اخندازه له خوا پر طالب نظاميانو غږ شوی چې په ټول هيواد کې د (د بهرني او کورني دښمن په استخباراتي ځالو، نظامي مراکزو، پوستو، مهمو هستو، قومندانانو، نورو نظامي مسئولینو، نظامي اهدافو، د رسد او اکمال په لارو او د پلان ګوزارۍ  په ټولو منابعو باندې منظم او همآهنګ عملیات تنظیم او په راتلونکو ۱۲ میاشتو کې يې تطبیق او عملي کړي).

نن هم پر بګرام هوايي ډګر توغنديز بريد شوی او د کابل د ځينو ولسواليو په شمول په کندز، بغلان، پروان، غور، کندهار، غزني، ننګرهار او په ډير شمير نورو ولايتونو کې د طالبانو له خوا بريدونه شوي چې لسګونه عسکرو ته پکې مرګ ژوبله اوښتې، د دولتي ځواکونو پوستې او پوځي قرارګاوې د طالبانو لاسته لويدلي او لا هم دغه لړۍ روانه ده.

طالبان وايي، له پرون راهيسې يې له دولتي ځواکونو لسګونه ميله وسلې، مهمات او پوځي توکي هم نيولي دي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button