د خلیلزاد ناوړه قضاوت

څارنوال حشمت عبیدی

متأسفانه خلک نه پوهیږي چې خلیلزاد پر افغانانو ملنډې وهي او که پر خپل ځان او امریکایانو؟ اویا هم پر خپل عقل خندا کوي؟ له دا ډول پلاستیکي مشهورو شویو خلکو نه به داسې خبرې واورې چې ګوته په غاښ به دې کړي.

ټوله نړۍ په جریان کې ده چې د څو میاشتو راهیسې امریکا لومړی وه چې د طالب دراوزه یې وټکوله او د سولې کولو د وړاندیز کچکول یې ورته مخې ته کړ، طالب هم د امریکا وړاندیز ومانه او دادی تر ننه ورسره د سولې په مذاکراتو بوخت دی، خو دا چې اوربند باندې لا موافقه نده شوې نو دواړه لوري وخت ناوخت یو پر بل بریدونو ته دوام ورکوي، او جګړه روانه ده.

څه موده وړاندې د امریکا په لاس د کینول شوي رژیم د دفاع سوځیدلي وزیر اسدالله خالد د طالبانو پر وړاندې د خالد په نوم جګړییز عملیات اعلان کړل، حال دا چې د سولې مذاکرات روان وو او نوموړی دا ډول منفي حرکت وکړ خو دغه مهال هیچا نه ټویټ وکړ او نه یې آواز پورته کړ چې ګویا د سولې د مذاکراتو د جریان پر مهال یې ولې د عملیاتو اعلان وکړ او نه هم خلیلزاد دغه مهال څه وویل، خلیلزاد خو نه کوڼ دی او نه ړوند خو دا چې دغه مهال ځان کڼوي او ړوندوي نو معلومه خبره ده چې پر دې خلکو باور نشته.

په عین ډول تیره ورځ چې د طالبانو لخوا په ورته ډول د الفتح په نوم د عملیاتو اعلان وشو نو په سملاسي توګه خلیلزاد د خپل ټویټ له لارې پر طالبانو نیوکه وکړه او ویې ویل چې د طالبانو مشران پوره پام نه کوي.

نو اوس دې لوستونکي قضاوت وکړي چې آیا دا د خلیلزاد ناوړه قضاوت نه دي؟ آیا په دې سره دوی په لوی لاس هم د نړیوالو او هم د طالبانو پر وړاندې خپل باور له لاسه نه ورکوي؟ او آیا دا ډول دوه ډوله ضد او نقیض قضاوتونه به پر روانو مذاکراتو بده اغیزه ونکړي؟

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button