هيلز ټايمز: ناټو یوازې په افغانستان کې نه؛ بلکې په ټوله نړۍ کې ناکامه شوې

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، وری ۲۴)
د کاناډا څخه خپريدونکې هيلز ټايمز ورځپاڼه ليکي، ناټو يوازې دا نه چې په افغانستان کې ماته شوې بلکې په ټوله نړۍ کې يې ماتې خوړلې.
ورځپاڼې د سکاټ ټيلر په نوم د یوه ليکوال مقاله خپره کړې وايي، د ناټو سازمان له تيرو اتلس کلونو راهيسې ډيرې کمې لاسته راوړنې لري او په نړۍ کې د امن راوستلو په برخه کې يې د پام وړ پرمختګ نه دی کړی.
ليکوال د افغانستان جګړه کې د وژل شويو سرتيرو په اړه ليکي، مونږ يوازې د افغانستان په جګړه کې د ناکامۍ او د پوځيانو د وژنې شاهدان يو، هغومره کاميابي مو نه ده ترلاسه کړې.
کاناډا د ناټو غړی هيواد دی چې د افغانستان او عراق په جګړه کې د ناټو تر ماموريت لاندې په يادو هيوادونو کې پوځي دندې ترسره کړي دي.
ورځپاڼې په افغانستان کې د امریکا او ناټو ناکامۍ ته په اشارې ويلي چې د زياترو هيوادونو له جګړې وتل، د ګاونډيو هيوادونو نه ملاتړ، د افغان ملکيانو وژل، په دغه هيواد کې د ناټو او امريکا نه همغږي، د مخدره موادو سره په مبارزه کې ناکامي هغه څه دي چې ناټو يې په افغانستان کې ماته کړې ده.



