غلامي ؟ که بې ایماني؟

مولوي محمد نعمان

څو ورځې وړاندينې خبره ده چې هلمند کې خارجي یرغلګرو سره  د  داخلی ګوډاګيانو په مظلومو افغانانوچاپه وهلې وه او یو تن  مظلوم کس یې په شهادت رسولی و او ډیره د افسوس خبره داده چې زمونږ عزت مندې سرتورې خويندې خارجي یرغلګرو نه بلکې داخلي ګوډاګیو له ځان سره وړې وې اودوی بیاهم لاځان ته افغانان اومسلمان وایي او همدارنګه نبی علیه الصلاة والسلام  فرمایي (لا يدخل الجنة من لا يأمن جاره بوائقه) نه به داخلیږي جنت ته هغه څوک چې د هغه نه خپل ګاونډی په امن کې نه وي.

هغه و چې دالله جل جلاله په نصرت امارت اسلامي خپلو سپيڅلو اسلام ساتلو ، د خدای د دین ګټلو،  د سترونو د عزت خوندي کولو، د ظلم ختمولو، د الله په دین مینوعسکرو ته په اعلامیه کې وویل چې د مرتدنظام حکومتي مرکزونه په نښه کړي چې د عزت مندو عزت مو بیرته په عزت کې خوندي پاتې شي.

ظالم او یرغلګر ځواکونه الله جل جلاله رسوا اوشرمینده کړه او د دوی یوه B52ډوله الوتکه د امارت اسلامي د مجاهدينو په لاس په نښه او له منځه يوړل شوه چې بالاخره هغه عزت مندې خورکۍ بیرته له زندان نه راخلاصې شوې.

حیرانونکې کیسه داده چې د دوی مشرغلام ډاکټر عبدالله عبدالله په هغه خارجیانو زړه بدي اعلان کړې چې هغه کافر دي، د الله د دین دښمنان، د اسلام دښمنان ،د قران دښمنان دي، د مسجدونودښنان و ځکه الله جل جلاله په قرآن کریم کې فرمایي [سُوۡرَةُ البَقَرَة : 120] وَلَن تَرْضٰى عَنكَ الْيَهُودُ وَلَا النَّصٰرٰى حَتّٰى تَتَّبِعَ مِلَّتَهُمْ.

ژباړه: الله جل جلا له فرمایي چې  هیڅکله به له تاسې ای مسلمانانو یهوداونصارا رازي نه شي ترڅو پورې چې تاسې د هغو تابعدار ونه ګرځۍ.

 اوپه هغه چاچې هغه د دین اسلام خاوندان دي د قرآن تابعداران دي د نبی علیه الصلاة والسلام امتیان دي هیڅ یو د غلامې ادارې پلوه کس خواشیني ښکاره نه کړه، نه یې د عزت حیاخاطر وکړ، سره له دې چې بیا هم  دوی په القاعده باندې تورن کړل نو د دې نه څرګنده شوه چې یو خوا غلامي او بله خوا بې ايماني .

الله جل جلاله په قرآن کریم کی فرمایی.[سُوۡرَةُ البَقَرَة : 254] يٰٓأَيُّهَا الَّذِينَ ءَامَنُوٓا أَنفِقُوا مِمَّا رَزَقْنٰكُم مِّن قَبْلِ أَن يَأْتِىَ يَوْمٌ لَّا بَيْعٌ فِيهِ وَلَا خُلَّةٌ وَلَا شَفٰعَةٌ ۗ وَالْكٰفِرُونَ هُمُ الظّٰلِمُونَ.

ای مؤمنانو! څه مال شتمني چې مو دركړې ده، له هغه څخه لګښت وكړئ، مخكښې له دې چې هغه ورځ راشي چې په هغې كې به نه اخیستل او خرڅول وي، نه دوستي په درد خوري او نه به سپارښت كار وكړي. او ظالمان په اصل کې هغه كسان دي چې د كفر لاره غوره كوي.

نودغه دوی ظالمان دي ان شاء الله دوی به ختمیږی او دی د زوال په لوری روان دي اوهمدارنګه نبی علیه الصلاة والسلام فرمایي: (الدنيا سجن المؤمن و جنة الكافر) ژباړه: دا دنیا د مؤمن لپاره بندیخانه ده او د کافرلپاره جنت ده. نو محترمو زمونږ لپاره دا یوحدیث هم  ډیرکافي دی.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button