الفتح عملیات او که د مکې د فتحې یو انځور!

خبیب خالد
اِنَّا فَتَحْنَا لَکَ فَتْحًا مُبَیْنَا..
هغه وخت چې رسول الله(صلی الله علیه وسلام) او دهغه ملګرو مدینې منورې ته هجرت وکړ، د څه وخت تېرولو وروسته یې د الله د تعالی د فریضې (حج بیت الله) اراده وکړه، له ملګرو سره یې یو ځل بیا د خپل پلرني ټاټوبې په لور سفر پیل کړ، د مکې مشرکین چې د محمد (صلی الله علیه وسلام) له همدې نېک اقدام څخه خبر شول؛ نو په خپلو کې یې د رسول الله(صلی الله علیه وسلام) د همدې پاک اقدام د مخنیوې اراده وکړه او د رسول(صلی الله علیه وسلام) مخې ته را ووتل، د هغه مخه يې ډب کړه، رسول الله(صلی الله علیه وسلام) هم له خپل ملګرو سره مشوره وکړه، له مشورو ورسته د دواړو لوریو تر منځ یو پرېکړه لیک ولیکل شول، پرېکړه لیک چې په ښکاره توګه د مسلمانانو په تاوان معلومېدل؛ خو شاته یې سترې بریاوې پرتې وې، رسول الله(صلی الله علیه وسلام) له خپلو ملګرو سره په داسې حال کې مدینې منورې ته راستون شو، چې د الله تعالی د سپېڅلې کور له لیدلو څخه محروم شول، د حج فریضه یې آدا نه کړه، که څه هم رسول الله صلی الله علیه وسلم او ملګري یې په حقه وو؛ خو د الله کړې فیصله همداسي وه. مدینې ته د راستنېدو په حال کې الله تعالی خپل پیغمبر ته د یوې لويې فتحې زېری ورکړ او دا مبارک ایت یې ور باندي نازل کړ: اِنَّا فَتَحْنَا لَکَ فَتْحًا مُبَیْنَا…(الایه)
څه وخت وروسته الله تعالی رسول الله(صلی الله علیه وسلام) ته د جهاد اجازه ورکړه، رسول الله(صلی الله علیه وسلام) هم د الله د امر سره سم خپلو ملګرو ته د جهاد اجازه ورکړه.
رسول الله(صلی الله علیه وسلام) او صحابه کرامو د باطل په وړاندې لویې او کوچنۍ جګړې وکړې او په هره معرکه کې یې بری تر لاسه کاوه، تر هغه چې الله دوی ته د یوې لويې فتحې زمینه برابره کړه، چې هغه هم د مکې فتحه وه، د مکې فتحه یوه داسي تاریخې فتحه وه، چې د شرک ځواک یې دړې وړې کړ، هغه ځواک چې یو وخت کې د اسلام په وړاندې تر ټولو لوی خنډ وو، هغه ځواک چې یو وخت یې رسول الله(صلی الله علیه وسلام) له خپل ټاټوبې څخه وتلو ته مجبور کړی وو، هغه ځواک چې یو وخت یې رسول الله(صلی الله علیه وسلام) ته ساحر، لوېنی، جادوګر او باطل ویل؛ خو د الله کړې فیصله وه، د هجرت لسم کال وو، چې رسول الله(صلی الله علیه وسلام) یو ځل بیا مکې ته فاتحانه داخلېږي او د اسلام بیرغ یو ځل بیا په مکه معظمه رپوي، په مکه معظمه کې د توحید غږ پورته کوي او د مشرکینو بتان یو یو ماتوي او دا وایې چې: وَقُلْ جَاءَ الْحَقُّ وَ زَهَقَ الْبَاطِلْ اِنَّ الْبَاطِلَ کَانَ زَهُوْقًا
ژباړه: او حق راغی او باطل ولاړی، په تحقیق سره باطل چې دی هغه تلونکی او کمزوری دی.
څه باندي ۱۴۰۰ کاله وروسته یو ځل بیا د بدر، احد، خیبر،خندق او د مکې فتحې انځور زموږ سترګو ته راځې.
څه باندې ۱۴۰۰ کاله وړاندې رسول الله(صلی الله علیه وسلام) د مکې معظمې پرېښوولو ته مجبوره شوی وو، که وګوره زموږ افغان علماء کرام او مخلص مجاهدین هم ۱۸ کاله وړاندې د خپل هېواد پریښولو ته مجبوره شوي وو.
څه باندې ۱۴۰۰ کاله وړاندې رسول الله(صلی الله علیه وسلام) ته لېونی، جادوګر، ناحقه ویل کېدل، همدارنګه څه باندې ۱۸ کاله وړاندې هم زموږ حقه علماء کرامو او مجاهدینو ته تروریستان، د بشریت دښمنان او تهګر ویل کېدل.
څه باندې ۱۴۰۰ کاله وړاندې رسول الله(صلی الله علیه وسلام) او د هغه ملګرو د اسلام په اوایلو کې د ناستې خوندي ځای نه لرل، همدارنګه څه باندې ۱۸ کاله وړاندې زموږ حقه علماء کرامو او مجاهدینو هم د اوسېدلو حق نه لرل، د ژوند کولو کوم مشخص ځای یې معلوم نه وو، تر داسې کچې، چې د غربیانو له لورې به ورته ویل کېدل، چې په خپلو ځالو کې به یې هم پرې نه ږدو او ټول به ختموو؛ خو څه باندې ۱۴۰۰ کاله وړاندې رسول الله(صلی الله علیه وسلام) او د هغه ملګرو د جهاد د حکم سره سم ورو ورو د اسلام حدود پراخول او د بدر، احد، خندق، خیبر او نورو فتوحاتو په شان یې له اهمیته ډکې سوبې تر لاسه کولې؛ تر دې چې یوه ورځ داسې هم راغله، چې الله ورته د مکې معظمې ستره فتحه ور نصیب کړه او د همدې فتحې زېری وار له مخه لا الله تعالی په قرآن عظیم الشان کې ذکر کړی وو.
په دې ورستیو کې د افغاستان مجاهد ولس له سختو کړانو وروسته داسې مراحلو ته ورسېدل چې د بدر د غزا په رقم یې په عمري عملیاتو کې سترې بریاوې تر لاسه کړي او د خیبر او خندق غزا ګانو په څېر یې په منصوري او الخندق عملیاتو کې ستر فتوحات تر لاسه کړل، د کندوز، غزني، اروزګان او هلمند په څېر لوی لوی ولایتونه یې له سقوط سره مخ کړل، ډېري ولسوالۍ یې په مکمله توګه د دښمن له سلطې څخه آزادي کړې او د هېواد له نیمایې څخه زیاته خاوره یې د اسلام په سپېڅلې سپین بیرغ وپوښله، نن ګورو چې د اسلام غازیان او د افغانستان مجاهد ولس د داسې عملیاتو اعلان کوي، چې ټول مجاهد ولس یې په نېک پالي سره نیسي، ټول مجاهد ولس داسي انګېري، چې دا عملیات به ان شاء الله د اسلام د داخلي او خارجې دښمن په وړاندې اخېري عملیات وي او نور به زموږ له ګران هېواد څخه د کفر، شرک او د کفارو د غلامۍ لمن ټولېږي، نور به دلته یو سپېڅلی اسلامي نظام قایمېږي.
موږ په دې یقین لرو چې د دې عملیاتو د نوم غوره کولو الهام به ان شاءالله الله تعالی ورته کړی وي، ځکه الله تعالی ۱۴۰۰ کاله مخکې رسول الله صلی الله علیه ته وحیه وکړه او د مکې په مشرکینو باندې یرغل ته یې د فتحې نوم ورکړ؛ نو نن خو وحیه نشته او الهام خو د دنیوي ژوند تر وروستۍ ورځې پوري وي.
له الله تعالی څخه د مکې د فتح په شان د سترې فتحې په هیله یو او ان شاءالله الله به همداسې فتحه راولي.



