خلیلزاد ته دې وویل شي!

یاسر افغان

د تېر په څېر ګډ حکومت او طالبانو د نوي فصل په را رسېدو سره سم خپل نوي پسرلني عملیات اعلان کړل

ګډ حکومت څو اوونۍ وړاندې  د خالد تر عنوان لاندې خپل عملیات اعلان کړل او طالبانو ته پکې دځپلو ګوتڅڼډنه وشوه، د کاواکه ادارې یاد عملیاتو ته ګڼو رسنيو خورا له اټکله ور اخوا زیات تبلیغات وکړل ځینو کرایه شويو سیاسي کارپوهانو هم یاد عملیات دحکومت په نفعه وبلل

خو زمونږ هغه وخت لا غوږونه برېدل چې د کابل د ادارې یاد پیل شوي عملیات به له خورا توندو نیوکو غبرګونونو سره مخ شي. خلیلزاد به يې د ټویټ له لارې په تر ټولو سختو ټکو وغندي یابه خلیلزاد دکابل د بې واکه ادارې دجنګ خوښوونکو غوږونه ورتاو کړي خو هغسې ونشول  د کابل ادارې یاد عملیات پداسې حال کې اعلان کړل چې د سولې ګرمې خبرې او تاوده بحثونه روان دي او تر بل هر وخت ورته د افغانانو هیلې زیاتې شوې

خو تېره ورځ طالبانو هم د حکومت په ضد خپل نوي پسرلني عملیات د الفتح په نوم اعلان کړل، طالبانو په اعلاميه کې په خپلو فوځیانو غږ کړی و چې د دښمن حساس مرکزونه، قرارګاوې او  لوی مراکز  تر هدف لاندې ونيسي او له منځه يې یوسي

د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد کله چې د طالبانو له یادو عملیاتو خبر شو نو د یوه ټویټ له لارې يې د طالبانو یاد عملیات په سختو ټکو وغندل او د طالبانو دا کار يې بې باکانه وباله

خلیلزاد ته دې وویل شي چې کله ګډ حکومت د خالد په نوم عملیات اعلانول پردیپاله رسنيو ورته تبلیغات کول ته چېرې وې؟

خلیلزاده! هغه دغني اجرتي قاتلان وحشي ځناورو چې هلمند باباجي  کې په شپنۍ چاپه کې افغان خویندې بې پته او بې عزته کړې او له ځانه سره يې وېوړلې، ته چېرې وې؟ تا ولې یو ټویټ ونکړ  چې دا کار  د سولې په خبرو تاثیر کوي؟

خلیلزاده!  دا هره  شپه چې لسګونه هېوادوال د اشغالګرو او ګډو ځواکونو په بې رحمانه چاپو کې وحشي بمباريو کې په شهادت رسیږي تا کوم دغندنې ټويټ کړی؟

خلیلزاد ته دې وویل شي چې د طالب، امریکا او حکومت ترمنځ نه اوربند شوی او نه بل کوم توافق شوی

 ستاسو یرغلګرو  ستاسو کرایه شويو مزدورانو نه دجګړې اصول مراعات کړي او نه يې د افغان اولس له وژلو، اسیرولو،  بې عزته کولو لاس اخیستی چې څومره يې وس ده تر هغه يې لا زیات وحشت کړی او لت  يې هم کوي.

نو طالب هم مجبور ده چې د اولس غږ واوري، د اولس اوښکې پاکې کړي، هغه وحشیان جنایتکاران چې افغان ناموس د دیني مقدساتو سپکاوی کوي، د خپلو کړنو په سزا ورسوي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button