د خليلزاد شيطاني دسيسې او د طالبانو ځراکت!!

ليکنه: غورځنګ

د خليلزاد شخصيت خو ټولې نړۍ ته معلوم دی چې د امريکا د متحده ايالاتو په خارجه وزارت کې د همدې لپاره ټاکل شوی دی تر څو خپل شيطاني مغز د مسلمانانو په خلاف وکاروي او په اسلامي هېوادونو کې په خپل ټول توان د امریکا او نور غرب ګټو ته کار وکړي.

چې بېلګې يې تاسې د قطر په تېرو ناستو کې ليدلي دي او ښې درته معلومې شوي دي.

د سولې په تېرو پنځو ناستو او غونډو کې چې په خليجي قطر هېواد کې تر سره شوې دي، خليلزاد په کې تر ټولو لومړی دا هڅه کوله چې پر طالبانو باندې د مختلفو هېوادونو لخوا سياسي فشار وارد کړي، چې د هغو هېوادونو له جملې څخه يو هم سعودي عربستان وو، چې خليلزاد د امريکا په خوښه له طالبانو وغوښتل چې راتلونکې دويمه ناسته به په سعودي کې وي خو طالبانو د خپل کلک دريځ او هوښيارتوب له امله د سعودي په غونډه کې ګډون ونه کړلو.

دويم ځل خليلزاد غوښتل چې د طالبانو اتلس کلنه مبارزه تر پوښتنې لاندې راولي او وښيي چې طالبان رښيتا هم د پاکستان خلک دي نو د دې لپاره يې په پاکستان کې يوه غونډه پلان کړه خو هغه هم د طالبانو لخوا شنډه او طالبانو وويل چې مونږ غواړو چې په يوه دريمګړي هېواد کې د سولې په تړاو مذاکرات تر سره کړو چې د دريمګړيتوب لپاره تر ټولو غوره هېواد قطر دی.

د خليلزاد د دسيسو يو بل ګام!!

کله چې په قطر کې د دواړو لوريو تر منځ پنځمه غونډه دايره شوله او تقريباً شپاړس ورځې يې دوام وکړ، که څه هم په دې غونډه کې د دواړو لوريو تر منځ هېڅ ډول توافق نه وو شوی او نه هم په کوم څه باندې لاسليک تر سره شوی وو، خو خليلزاد په دې غونډه کې هم بار بار کوشش کولو چې پر طالبانو دا ومني چې له افغان حکومت سره سولې او روغې جوړې ته کېني، مګر طالبانو په هر ځل ورته انکار کولو.

خليلزاد د دې لپاره له طالبانو سره د افغان حکومت په ناسته باندې ټينګار کولوتر سيمې او نړۍ ته دا وښي چې په افغانستان کې اتلس کلنه جګړه يوه بين الافغاني جګړه معرفي کړي او وښيي چې ټول مشکل د افغانستان په داخل کې دی يعنې افغانان خپلمنځي جګړه کې ښکېل دي،

همداشان خليلزاد په دې سره پر افغانستان باندې د امريکا يرغل يوه اړتيا وبولي او نړۍ ته دا وښي چې افغانستان په خپلمنځي جګړو کې ښکېل وو  نو ځکه امریکا د يوه خيرخواه او دريمګړي هېواد په څېر پرې يرغل وکړلو تر څو يې له جنګ او جګړو خلاص کړي، خو د امريکا هغه کړنې  چې په افغان ولس باندې يې په مختلفو بې هوده نومونو تر سره کړلې،  ټولې نړۍ ته د لمر په څېر روښانه دي!

د طالبانو د عملياتو تر اعلانېدو وروسته د خليلزاد عبرګون د څه لپاره؟!

پنځمه غونډه هم پای ته ورسېدله او د شپږمې غونډې په اړه هم ګنګوسې روانې شوې، خو نه خو د دواړو لوريو لخوا په اوربند توافق شوی وو او نه هم کوم تفاهم ته سره رسېدلي وو او نه هم دا دومره وړه مسئله ده چې په پنځو غونډو او د خليلزاد په شان په شيطاني ذهنونو دې پای ته ورسېږي، نو ځکه خو وځنډېدله.

خو بايد ووايو چې د سولې له پيل کېدلو سره سم امريکايانو هم په خپل پوره زور سره پر افغان ولس باندې بريدونه، شپنۍ چاپې او عمليات پيل کړل، د افغان ولس مدرسې، مسجدونه او نورو مقدسات يې توهين کړل، د شپنيو چاپو په ترڅ کې يې نارينه، ښځينه، ماشومان په بې رحمانه ډول ووژل او په پوره توان سره يې هڅه وکړله چې پر افغان ولس زور واچوي، خو خليلزاد په دې اړه هېڅ هم ونه ويل.

که چېرته خليلزاد رښتيا هم د افغانستان کشالې ته د پای ټکی کېښودل غوښتلی نو بايد چې د امريکا په تېرو ظلمونو يې اکشن اخيستی وای او غوسه پرې ښکاره کړې وای چې دا د سولې د قواننو په خلاف دي چې يو خوا دې سولې ته ناست وي او بلې خوا دې بيا په ډېره بې رحمانه شکل سره ولسي او بې ګناه وګړي ووژل شي. په دې پسې وروسته د روانې هجري شمسي مياشتې (حمل) په لومړۍ نېټه افغان حکومت د خالد په نامه عمليات اعلان کړل او وې ويل چې د دې عملياتو پواسطه به طالبان له منځ وړو. په دې وخت کې دريمګړي او سوله خوښي خلک بيا هم خليلزاد ته منتظر وو چې ګواکې د حکومت په عملياتو اعلانېدلو به يو غبرګون وښيي.

خو خليلزاد د خپل عادت له مخې هېڅ ګښ هم ونه کړلو .

خو کله چې د حمل د مياشتې په درويشتمه نېټه خپل د الفتح په نامه عمليات اعلان کړل نو خليلزاد ته غوسه ورغله او ډېر سخت غبرګون يې وښودلو او د طالبانو دا عمليات يې د سولې پر ضد وبلل په ترڅ کې يې پر سيمه ييزو هېوادونو غږ وکړ چې پر طالبانو فشار راوړي چې د عملیاتو له اعلانېدلو څخه تېر شي.

د خليلزاد بېګراونډ چې هر څو مطالعه کړي نو ښه تېر څرګندېدلی شي  چې د طالبانو عملياتو ته غبرګون او د امريکا په ظلمونو او وحشتونو باندې سترګې پټول او همداشان د افغان حکومت د عملياتو پر اعلانېدلو باندې يې چوپتيا د خپل شيطاني ذهن زېږنده ده او خپل هغه عادت يې دی چې تل يې د مسلمانانو په خلاف کاروي.

د خليلزاد بله ورانه  او شيطاني هڅه!!

خليلزاد چې د طالبانو عملياتو ته غبرګون ښيي نو په دې سره هڅه کوي چې په دې جګړه کې ټوله پړه پر طالبانو واچوي او په ټوله کې طالبان ملامت وبلي، او دا هڅه هم کوي چې د  امريکا يرغل توجيه کړي.

خو  شنونکي فکر کوي او وايي چې د خليلزاد له لوري د امريکا په نماينده ګۍ د سولې په تړاو مذاکرات او بيا يې شيطاني هڅې کېدی شي د هغو دسيسو په څېر وي چې د سولې د کاروان تر نوم لاندې پياد او په پښو باندې پلې تګونه او د پرلت تر عنوان لاندې په خېمو کې کېناستل او يوازې له طالبانو څخه د سولې غوښتنه کولو په څېر وي.

او د خليلزاد دا دسيسه هم د نيکولس د هغو خبرو يوه برخه وي چې د ټرمپ د جنګي ستراتيژۍ په ترڅ کې ويل چې ګواکې پر طالبانو باندې به د جنګي فشار تر څنګ مذهبي او نور ډول ډول فشارونه هم زیات کړي، چې د مذهبي فشارونو بېلګې يې په سعودي، اندونيزيا او کابل کې د علماء وو تش په نامه غونډې دي او په افغانستان کې يې د سولې د کاروان، د سولې پرلت او نورې دي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button