پمپیو: د خپل تاریخ تر ټولو اوږده جګړه پای ته رسوو

د افغانستان جګړه د امریکا په تاریخ کې تر ټولو اوږده جګړه بلل کیږي، چې اوس یې امریکا د پای ته رسولو هڅې پیل کړي دي

د امریکا د باندېنیو چارو وزیر مایک پمپیو یو ځل بیا په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي، چې د خپل تاریخ تر ټولو اوږده جګړه پای ته رسوو

نوموړي دا خبرې په واشنګټن کې د پوهنتون محصلینو ته د وینا پر مهال کړي دي

پمپیو بین الافغاني مذاکراتو ته په اشارې سره ویلي، چې دوی هڅه کوي ترڅو طالبان او افغان حکومت مخامخ خبرو ته سره کینوي

خو طالبان له افغان حکومت سره په هېڅ صورت خبرو کولو ته تیار نه دي

طالبانو د افغان حکومت لخوا تازه خپور شوی لیست هم رد کړ او یو ځل بیا یې خپله هغه خبره “چې د افغان حکومت په نمائندګي هیڅوک د دوحې په غونډه کې ګډون نشي کولای” تکرار کړه

ټاکل شوې ده، چې د روانې میاشتې په ۲۰مه نیټه به په دوحه کې د روسیې د غونډې په تعقیب دوهمه غونډه جوړه شي

د امریکا او طالبانو تر منځ ښايي د بین الافغاني کنفرانس وروسته یو ځل بیا خبرې شروع شي

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button