څارنوال حشمت عبیدی
و قل جاء الحق و زهق الباطل ان الباطل کان زهوقا() صدق الله العظیم.
وایي: ووایه اې پیغمبره(ص)! حق راغی او باطل له مینځه ولاړ او باطل حتما له مینځه ځي.
د پورته مبارک آیت پر مصداق، ټول وینو چې نننی د حق او باطل د مبارزې او مقابلې وضعیت کوم لوري ته روان دی.
جعلی متفکر د خپل جعلی قدرت په لومړیو کې ډیری چیغې وکړی چې طالبانو! تسلیم شئ کنه وبه وژل شئ، په هیڅ ځای کې به بچ نه شئ، وسلې پر ځمکه کیږدئ، هیڅکله به له تاسې ترهګرو سره سولې ته نه کینو ستاسې یواځینی علاج ستاسې وژل دي او داسې نور.
څه موده وړاندې یو بل نیم سوي شخص هم ورته زور آزمایی وکړه چې اسد الله خالد نوم لري چې دغه نوم یې هم د افسوس وړ دی چې پرې ایښودل شوی، اسد الله معنی یعنی د الله زمری چې دا لقب رسول الله خپل تره حمزه رض ته ورکړی و، اسد الله و اسد رسوله حال دا چې اسدالله خالد د امریکایانو ګیدړ دی، او خالد د هغه جلیل صحابی نوم دی چی د نوم په اوریدو به یې کفارو نه متیازې تلې، خو اسدالله خالد د امریکایانو بې اجازې پرته متیازې هم نشي کولای.
ده هم د متفکر په څیر ډیر په مغروره طریقې طالبانو او د طالبانو سپیڅلې مبارزې ته وګواښل.
اوس وضعیت ټول ګوري چې کومې خواته روان دی، متفکر نه طالبان ووژلی شول نه یې تسلیم کړای شول او نه یې وویرولای شول، بلکې خبره برعکس شوه، هم د متفکر سره اجیر عسکر د یو څو حرامو افغانیو په لالچ کې ووژل شول، زیات شمیر یې تسلیم شول او له متفکره نیولې آن تر چپړاسی پورې ټول آن په کور کې دننه هم د ویرې احساس کوي.
دا ځکه چې دا د الله تعالی اعلان دی چی باطل به آخر هم له مینځه ځي او ځکه باطل د شیطان کید او مکر دی او د شیطان مکر او کید حتما له مینځه تلونکی دی.
اوس له یوې خوا امریکایان نور نه تم کیدونکی دی، روانه جګړه او په دې جګړې باندې نور لګښتونه هسې یوه یو مسخره جګړه او مسخره مصارف بولي، او له بلې خوا نه ټول سیاسیون په تدریجی توګه یو په بل پسې له اشرف غني سره فاصله اخلي او مخالف اړخ کې دریږي، ملت خو یې لا پخوا مخالف شوی ځکه چې ټولې وعدې یې پوچې وختې، د هیچا دسترخوا کې مثبت تغیر رانغي بلکې له بدو بدتر شو، غله او داړه ماران له ځانه په واک کې شریک کړی، ټول عایدات د هغوی جیبونو ته ورځي. آن چې میرمنې یې رولا غني د پروموټ په پروژه کې په ملیونونو ډالر غلا کړل، خو دا چې د زورور اوبه مخ په پورته ځي ټولو رسنیو پرې خولې بندې کړي، د تره یې قیوم کوچي چې عمر خوړلی شخص دی د زنا ویډیو په ټولنیزو رسنیو کې خپره شوه خو ډیر زر یې د پیسو په زور له ټول فیسبوک نه په څور ورځو کې ډیلیټ کړه.
اوس نو جعلی متفکر هم ملت پیژندلی، هم سیاستمدارانو او هم یې امریکایی بادارانو، هیڅوک پرې نور باور نه لري، او د قدرت وخت یې هم مخ په ختمیدو دی، ډیر زر به هم په دنیا او هم په آخرت کې ورټل شي. ټول ملت به یې ننداره وکړي.
ملت له ډیره غربته د خپلو اولادونو او د کورونو د سامان آلات خرڅلاو ته مجبور شوي خو جعلي متفکر اوس هم د ملت په تیرویستلو لګیا دی. نو آیا دا جعلي متفکر نه دی نو څه دی؟