سريلنکا: په درې کليساوو او هوټلونو کې چاودنو مرګ ژوبله اړولې

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، غویی ۱)

د سريلنکا په پلازمينه کولمبو کې په کليساوو او هوټلونو کې د چاودنو له کبله ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د ځايي رسنيو د راپورونو له مخې، دغه چاودنې نن سهار هغه مهال رامنځته شوي چې عيسويانو نن خپله يوه مذهبي ورځ (ايستر) لمانځله.

راپور زياتوي، په درې کليساوو او دوو هوټلونو کې د یادو مراسمو پر مهال شپږ چاودنې رامنځته شوي دي.

دغه چاودنې د کولمبو په سټ انتوني او کټواپيتيا کليساوو کې او د شنګري-لا او کابينېبر هوټلونو کې شوي دي.

پوليس په لومړنيو معلوماتو کې تر دې دمه په يادو چاودنو کې د شل کسانو د وژل کيدو او ۲۸۰ نورو د ټپي کيدو خبر ورکړی دی.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button