
ولس درواغ وایي
ډاکټر یوسف اکبري
په هیواد کې مو داسې حالت راغلي دی چی ظالم ته مظلوم او مظلوم ته ظالم ویل کیږي، که حکومتي چارواکي دا ډول عمل ته لاس اچوي نو څوک ترې ګیله ځکه نه کوي، چې د درواغو او چل ول پر بنسټ جوړ شوی حکومت به طبعا تور ته سپین او سپین ته تور وایي ځکه چې بنسټ یې په په همدې ډول ایښودل شوی دی.
یو شمیر خلک بیا د ړوند تقلید پر بنا هم ورته څرګندونې کوي مثلا د خپل خبرو په جریان کې یواځې همدغه یوه خبره تکراروي چې هیواد کې مو انتحار او انفجار دی دا حالت به کله پای مومي، خو دا ورسره نه وایي چې هیواد کې مو یهود او نصارا راغلي، هیواد کې مو چاپې او ډرون بریدونه دي، هیواد کې مو ښځې او ماشومان وژل کیږي، دا هر څه ویني خو سترګې یې خدای ورپټې کړي او هغه د الله تعالی د قول په مصداق چې فرمایلي یې دي: لهم اعین لا یبصرون بها. سترګې یې شته خو لیدل پرې نه کوي، عقلونه یې شته خو تعقل پرې نه کوي او غوږونه یې شته خو د حق اوریدل پرې نه کوي دا ډول خلک بې له شکه چې تر ټولو بې لارې خلک دي.
د کرزي د واک له وخته مو د هیواد په ټولو ولایتونو کې هره ورځ بلا ناغه د خپلو په کورونو د شپې په توره تیاره کې یا چاپې غورځول کیږي او یا هم د ورځې د ډرون بریدونه ترسره کیږي، او هره ورځ چې د سهار رڼا څرک راپورته شي نو ولسي خلکو د شپینیو چاپو له کبله د شهیدان شویو میرمنو او ښځینه و جسدونه د احتجاج په توګه پر اوږو راخیستي وي او د ولسوالۍ، یا ولایت مخې ته د اعتراض په توګه ږدي، څو د مظلوم حالت پوښتنه یې وشي، ټول خلک یې په سترګو ويني چې تنکي ګلالي ماشومان شهیدان شوي، چارواکي هم ورته راووځي او ماشومان په خپلو سترګو وګوري، خو سره له دې بیا هم میډیا چې کله له چارواکو سره د یادو پیښو په اړه مرکه کوي نو چارواکي همدا یوه خبره زمزمه کوي چې طالبان وژل شوي، او د ښځو او ماشومانو وژل کیدا په کلکه ردوو.
یعنې خبر اوس دې ته رسیدلې ده چې نور یواځې امریکا رښتیا وایي او د امریکایانو تالي څټي او غلامان رښتیا وايي، و لو که د امریکایانو او تالي څتو خبرې یې ښکرورو درواغ هم وي خو رښتیا وایي ځکه چې زورور دي، ظالمان دي او فرعونان دي، خو ولس چې د تنکیو ماشومانو جسدونه راخیستي او د چارواکو د دروازو مخې ته یې ایښي او هره ورځ یې ږدي، نو ولس ښکرور درواغ وایي، دا د تنکیو ماشومانو جسدونه ماشومان نه بلکې طالبان دي القاعده دي او داعش دي ځکه چې د امریکا په قومانده وژل شوي، که د طالب په ګوزار یهودی او نصارا هم ووژل شي نو چارواکي وایي طالبانو د بشریت ضد عمل وکړ، خو که دوی او بادارن یې هره ورځ د هیواد تنکي بچي وژني نو دا طالبان دي او که هر څوک وایي چې ماشومان دي هغوی درواغ واي. که ولس یې وايي هم درواغ وایي.



