نوماندان : راتلونکي مياشت دې ولسمشر واک پريږدي؛ ارګ يې نه مني

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، غویی ۱)

د ولسشمريزو ټاکنو يوولس نوماندانو په خپره کړې ګډه اعلاميه کې ويلي، چې د راتلونکې غبرګولي مياشتې په لومړۍ نيټه د ملي ووالي حکومت دوره پای ته رسيږي او ولسمشر بايد واک پريږدي خو ارګ د واک پريښودل نه مني وايي لا هم څو مياشتې پاتې دي.

د نوماندانو په اعلاميه کې راغلي، د راتلونکې مياشتې له لومړۍ نيټې وروسته د حکومت قانوني مشروعيت له منځه ځي چې بايد د حکومتي مشرانو ورته پام وي.

نوماندان وايي، داسې اسناد يې موندلي چې ښيي حکومت پر ستره محکمه فشار واردوي څو د غني د واک غځولو مودې ته لارې چارې برابرې کړي.

له بله پلوه د ولسمشرۍ د ویاند مرستيال شاه حسين مرتضوي وايي، د ولسمشر غني د پنځه کلنې کاري دورې د بشپړيدو لپاره لا هم شپږ مياشتې وخت پاتې دی.

نوموړی وايي، د قانون د تفسير مرجع اساسي قانون دی چې پخوا هم ورته ډول بحثونه مطرح شوي زياتوي د ملي يووالي حکومت مشران د اساسي قانون په چوکاټ کې خپل کار ته دوام ورکوي.

دا په داسې حال کې ده، چې څو ورځې مخکې هم د ولسمشرۍ نوماندانو په يوه ګډه اعلاميه کې ګواښ کړی و که ولسشمرغني د غبرګولي مياشتې په لومړۍ نيټه خپله کاري دوره پای ته ونه رسوي نو کړکيچونه به رامنځته شي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button