خامنه یي د سپاه پاسداران عمومي قومندان علي جعفري له دندې ګوښه کړ

د ایران مذهبي او دیني مشر علي خامنه یي د سپاه پاسداران پوځې ډلې عمومي قومندان محمد علي جعفري له دندې ګوښه کړی او په ځای یې د نوموړي مرستیال د سپاه پاسداران ځواکونو عمومي قومندان ټاکلی دی

د خامنه یي له دفتره په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې علي جعفري د بقیة الله د فرهنګي او ټولنیزې قرارګاه د مشر په توګه ټاکل شوی او د ده پر ځای حسین سلامي چې د جعفري مرستیال وو، ګمارل شوی دی

د یادونې وړ ده چې سپاه پاسداران ډلې مشر په هرو لسو کلونو کې بدلیږي

د علي جعفري موده کابو یو نیم کال وړاندې پوره شوې وه خو هغه وخت د علي خامنه یي له لوري د نوموړي د دندې موده ۳ کاله نوره هم وغځیده چې د یو نیم کال په تیریدو سره بیرته له دندې ګوښه شو

ایران په سپاه پاسداران ډله کې دا تغیرات وروسته له هغه راولي چې امریکا دا ډله په تور لیست کې شامله او د ترهګرو په ملاتړ یې تورنه کړه

ایران د امریکا دا کار غیر مسؤلانه بولي او د امریکا د ماتې نوم ورکوي

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button