کابل ټکی کام ( دوشنبه، ۲ غوايي ، ۱۳۹۸ل)
امریکا هغو هېوادونو ته چې له ایرانه تېل اخلي ګواښ کړی، او خبرداری یې ورکړی دی چې نور له دغه هېواده د تیلو اخیستل ودروي کنه نو له سختو بندیزونو سره به مخ شي.
د اسوشیټیډ پریس خبري اژانس د خبر له مخې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو پلان لري چې نن ورځ دغه اعلان په رسمي ډول وکړي.
له ایرانه، چین، جاپان، جنوبي کوریا، ترکیه او هند تېل اخلي. دا لا معلومه نه ده چې دې پنځو هېوادونو ته به نور وخت ورکړل شي چې له یاد هېواد سره خپل حسابونه تصفیه کړي او که به په سملاسي ډول د امریکا له بندیزونو سره مخ شي.
دایران اوامریکا اړیکې لا پخوا ترینګلې وې، خو دا انتقادونه، اواختلافات وروسته ترهغې اوج ته ورسېدل چې دامریکا لخوا دایران سپاه پاسداران ډله دترهګرو په لېست کې شامل شوه، امریکا پلان لري چې ایران په سمییزه اونړیواله کچه منزوي کړي، نوځکه یې دایران اومتحدینو خلاف په کلکو اقداماتو لاس پورې کړی.


















