د اشوشیتد پریس خبري اژانس د راپور له مخې چې د ارګ لخوا د دوحې د غونډې ګډونوال تهدید شوي وو

اشوشیتد پریس ویلي چې ارګ د دوحې په کنفرانس کې ځیني ګډونوال په دې تهدید کړي وو چې هلته به شخصي نظر نه وایي بلکې د حکومت دریځ به بیانوي

د دوحې کنفرانس چې یو بین الافغاني مجلس وو، د روسیې د غونډې په تعقیب جوړ شوی وو او په روسیه کې فیصله شوې وه، چې دوهمه غونډه به په قطر کې جوړیږي

د روسیې د غونډې ګډونوالو ټولو په دې موافقه کړې وه چې د دوحې په غونډه کې به هم ټول ګډونوال خپل شخصي نظر اوروي او هیڅوک د افغان حکومت په نمائندګي ګډون نشي کولای

د دوحې غونډه له همدې امله لغوه شوه چې حکومت ټینګار کاوه چې د دوی کسان به د حکومت له رسمي دریځ سره یوځای په کنفرانس کې برخه اخلي خو طالبان دې کار ته په هېڅ صورت تیار نه دي

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button