اتفاق او انسان

امين وردګ
غره ته وختلم ، ناڅاپه مې يوه لوى ګړنګ ته پام شو ؛ هلته لوى لوى کمرونه وو ، لويې لويې ډبرې پرتې وې ؛ خلک مې وليدل چې ټيکټر يې ورته درولى ٶ ؛ مګر هغه وړوکې ډبرې به يې ور بارولې ؛ مال ولې هغه لويې لويې ډبرې نه باروئ ؟
وايي : ځکه چې په هغو ډبرو د مارتول زور هم نه رسيږي او موږ يې هم نشو پورته کولاى نو دا وړوکي يې بيا ښې دي، د يوه کمزوري کارګر په وړوکي څټک هم ماتيږي !
زما پام شو !
ځير شوم او د تيږو نسل مې ولټولو ؛ هو ! کټې مټې همغه تيږې وې چې له لويو ډبرو څخه را بېلې شوې وې ، هغه لويې ډبرې بيا د همغه لوى کمر له نسله وې ؛ چې د لوى ګړنګ خواته د ډېرو پخوا زمانو راهيسې آرام پروت ٶ ؛ هو دغه لوى کمره له ځان سره ډېرې کيسې درلودلې ؛ خو هر څوک نه پرې پوهېدل !
بيا مې لاندې فکر شو ؛ چې يو وچ کلک ځوان له يوې لويې ډبرې سره لاس او ګريوان دى ؛ زورونه ورسره وهي تر څو دغه ښائسته او هيولا ډبره د ټکټر ټيلې ته په يوازې ځان ور پورته کړي ؛ هلک سر ځېلى هم ٶ مګر څه يې کړي واى؟ ځکه چې ډبره هم څه د (خيرک ادې) نه وه، ها خوا ته دوه بوډاګان را ښکاره شول او په هلک يې غږ وکړ؛ وا هلکه ! صبر چې در سره کومک شو ، راغلل او بسم الله يې کړه ، ډبره يې د ټيلې منځ ته ور وغورځوله !
بل ځاى مې هغه تور غمبس وليد : چې “د مشروطه شاهي وخت والي” (عمر وردګ) يې وژلى ٶ ، چې يوازې 3 مږيان ورته متفق وو ، پرله پسې حملې يې پرې کولې او غمبس يې له منځه يووړ ؛ زه به تل له تور غمبس څخه وېرېدلم او مږيان به راته هېڅ ښکارېدل ؛ مګر اتفاق مې وليد !
اوبو ته پام وکړئ !
ډېر وړوکي زرات دي ؛ داسې زرات چې هېڅ حرکت نه شي کولاى ؛ مګر د تراکم (همدغې اتفاق) له امله غرونه را چپه کوي ؛ بار موټرونه لغړوي ، کله کله داسې قوت هم ترې جوړ شي چې هېڅ (مادي قوت) يې نه شي تم کولاى.
اور ته وګورئ !
يوه سکروټه څه کولاى شي ؟
خو هغه وخت مضره ده چې دوې بيا درۍ، پسې څلور او پنځه شي !
ونه هم هغه وخت ميوه وېشلاى شي چې د مختلفو کورنيو اجسام سره يو شي ؛ لکه : زړى ، ريښې ، نار ، پټوکى ، ډډ ، ښاخونه ، پاڼې ، نوتکې ؛ غوټۍ ، ګل ، بيا زړى ، وروسته ميوه !
د انسان جسم وګورئ !
ټول سره اتفاق اتفاق دى ؛ مګر عقل يې نشي کولاى ؛ چې دا حالت و ارزوي!
نه نه !
موږ د عقل له خوا ډېر کمزوري يو !
که ووايم چې شعور مو لا هم کمزورى دى ؛ شايد ريښتيا ووايم ؛ ځکه چې موږ انسانان ځينې حرکتونه له حيواناتو زده کوو !
په نړۍ کې ما هېڅ داسې قوت نه دى ليدلى : چې پرته له اتفاق د مختلفو اشیاوو، يا اجناسو او اجسادو راغلى وي ؛ غير له هغه ذات څخه چې د دې ټولو مالک دى !
هو !
هر څه په اتفاق سره ترسره کېدای شي ، پرته له يووالي او اتفاق څخه هېڅ کار هم نشي کيدلاى ؛ مګر افسوس (!) چې موږ اتفاق نه شو پېژندلاى !
نه نه ! خبره زموږ د کمعقلۍ ده .
زموږ په نسبت ټول وحشي حيوانات پوه دي ؛ هغوى يو بل ته نږدې ژوند کوي ؛ مګر موږ يو له بل نه تښتو.
کله کله فکر وکړم چې دا نور حيوانات به تر موږ باشعوره وي ؛ خو پدې خبره مې خلک ناپوه بولي .
هو زه ناپوه يم .
خلک ريښتيا وايي ؛ د هغوى عقل ما ناپوه بولي !



