راپورتاژ عقاب افغان الحنفي
(څوک)
مغفور اومرحوم ملا محمد عمر (مجاهد) رحمه الله د مولوي غلام نبي زوی، د مولوي محمد رسول لمسی او د مولوي باز محمد کړوسی، په کال ۱۳۳۹ هجري لمریز کې چې له ۱۹۶۰ میلادي سره سمون خوري د افغانستان د کندهار ولایت د خاکریز ولسوالۍ د چاه همت کلي په یوه متدینه او علمي کورنۍ کې وزیږېد.
ملامحمدعمر مجاهد هغه ابراهیمي ملت پال وو چې دخدای ج داحکاماتو په مقابل کې یې دټولې نړۍ یوه ذره فرمایش هم نه مانه، هغه داخلاص، صداقت، اتلولۍ اومسلمانۍ یو ځلانده ستوری وو.
ملامحمدعمر مجاهدپه علمي او دنیاوي، لحاظ کمزوری خو سیاسي، اوجهادي دید یې نړیوال حیران کړل، هغه دکوم عیش، اوعشرت په پار مبارزه نکوله، بلکه هغه دسماوي دین په مهم اصل ( الهی قانون نافذول ) عمل کونکی وو.
( څه یې وکړل)
نوموړی واحد هغه ملي اتل دی چې انارشیزم، دقدرت واړه اژدهاګان، اود پاټک سالارۍ په ختمېدا سره یې تجزیه افغانستان په یومتحد افغانستان بدل کړ.
هآغه وخت چې هېود مودبچه بازۍ، رقاصۍ اوفساد په لمبو کې په سوزېدا وو، اسلامیت انسانیت اوبشریت ترې تلونکی وو، همدغه په ونه دنګ ملا پکې په اسماني دین مزین قوانین پلي، اوسوکاله افغانستان یې را جوړ کړ.
داسلام لارویانو خلافتونه لوستي خو کومه عملي بڼه یې نه وه لیدلې، خو مغفورملا صیب دشرعي نظام اصلي بڼه ټولې نړۍ ته پېش کړه، چې تراوسه یې نړیوال دسوچه اسلامي نظام بیلګه بولي
حدود، قصاص اوتعذیرات چې تر لوستې منحصر وو، عملي نمونه یې دزمکې پر سر عنقا ګرځېدلې وه، دمرحوم ملاصیب په لاس یې عملي بڼه غوره کړه.
تاریخي، بې ساری امنیت دده له اختراعاتو بللی شو، دنړۍ پرمختللې ټیکنالوجۍ دده یوه الله اکبر ایکسپایر ګرځولې وې، دنوموړي په امنیت راوستنې حتی دشمنان معترف وو.
(څه ترې پاتې شول)
– مرحوم ملامحمد عمر “مجاهد” (رحمه الله) د نړۍ په سطحه واحد هغه مشر او امیر وو چې د هیواد په داخل او له هیواده بهر کوم بینکي حساب یې نه درلود، او نه یې کومه پانګونه کړې وه.
بلکه نوموړي یو عقیدوي، سیاسي، نظامي اوپه هېواد مئین داسې ځواک تر شاه پرېښود چې اطاعت یې دنړۍ استخبارات عاجز کړل.
داسې قوت چې ټیکنالوجۍ ماتې خو ددوی عقیدوی اټوم لاهم په خپل حال دی.
لنډه داچې ملاصیب داوسني قرن یو ابدالي وو، داچې مرګ ته هېڅوک کوم اولویت نلري، دمرګ تېره توره دهر صالح اوعاصي مرۍ پرېکوي.
بالاخره مرحوم امیرالمؤمنین ملا محمد عمر “مجاهد” (رحمه الله) د ۱۳۹۲هـ ش کال د ثور د میاشتې پر څلورمه نیټه خپل روح خپل مالک ته وسپاره.
روح یې ښاد، اویاد یې تل!


















