غورځنګ
هغه وخت چې ټوله نړۍ سيکولرېزم نيولې وه، د اسلامي خلافت او امارت نوم هم له مسلمانانو نږدې هېرېدونکی وو، او ټوله اسلامي نړۍ وحشتونو نيولې وه، خو تا پکې يو ځل بيا د عمري عدالت او سپېڅلي نظام بېلګه وړاندې کړله، تا پکې يو ځل بيا نړۍ ته وښودله چې د غيرتونو او شهامتونو وطن اوس هم د مسلمانانو د سالم قيادت وړتيا او استعداد لري.
هغه وخت چې په نړۍ باندې د اروپا راج چلېده او اسلامي ملکونو هم په وياړ او افتخار سره د اروپا غلامي منلې وه خو تا د غرب د غلامۍ تاريخي طلسم مات کړ او پر ځای دې يو سالم امارت قايم کړ.
اميرالمؤمنينه!!
کله چې په افغانستان کې د پاټک سالارۍ دوره وه، پاټکسالارانو او جنګسالارانو به چې هر څه کول په خپلو کړنو کې به مکمل ازاد وو او کړنې به يې له يوه اړخه هم له انساني اصولو سره برابرې نه وې بلکې انسانيت به پرې شرمېدلو او د شرم احساس به يې کولو؛ خو تا د طبقاتي وېښ او د اروپا د فيوډالانو په څېر زورواکان مات کړل او په خورا مهارت او سپېڅلتيا دې د اسلام لوېدلی بيرغ رپانده کړ او ان د هندوکش تر لړيو دې ورسولو.
اميرالمؤمنينه!!
ته د نړۍ هر هغه شخص يې چې دوه امپراطورۍ دې ماتې کړې، ستا نوم به تاريخ په خپلو زرينو کرښو کې په زرينو تورو ليکي. د شرق او غرب هغه دسيسې او توطئې چې د ګران هېواد د تجزيې لپاره يې تر کار لاندې نيولې وې، الله ج ستا په مبارکو لاسونو باندې له بېخه شنډې کړې او هغه د چا خبره په نطفه کې دې ورته خنثی کړې. که خدای ج مه کړه! ته نه وای نو افغانستان به نن له بشپړې تجزيې سره مخ وو.
اميرالمؤمنينه!
د ګران هېواد يوازېنی امير وې چې خپل ټول نظام دې د يوه عرب مېلمه له سره ځار کړ خپل ځان دې قربانۍ ته ورکړ، خپله کورنۍ دې په نومورکي ځايونو کې مېشت کړله خو د محمد مصطفی صلی الله عليه وسلم کليوال مېلمه دې غرب ته ونه سپارلو. په داسې حال کې چې ايټمي طاقتونو هم له تا وروسته ونشو ساتلی او په ډېره بې رحمۍ او ناځوانۍ يې غرب ته وسپارلو.
اميرالمؤمنينه!
ته په رښتينې توګه ثالث عمر وې! تا په رښتيا هم د عمرينو کارګرده ګي وکړله، په رښتينې توګه به په تا باندې عمرين په قبرونو کې وياړي، د عمرينو په نقش قدم په رښتينې توګه روان وې.
کله چې مسلمانانو د خپلې ازادۍ او د خپلې خوښې د نظام په اړه تصور هم نشوای کولی، خو تا يې په ډېر غيرت ټولې نړۍ ته بېلګه وړاندې کړه.
اميرالمؤمنينه!
هغه وخت مې هم په ياد دی چې ايټمي طاقتونو به امريکا او نور غرب ته سلامي وهله، نږدې چې د خپلو خويندو عزتونه يې پرې ولوټل او خپلې خويندې پرې خرڅې کړلې، خو تا په ډېر غيرت او شهامت د مغرورې امريکا او ټولې کفري نړۍ جادو مات کړ.
کله چې امريکا په افغانستان او عراق باندې حمله او بريد کولو نو خلکو به داسې فکر کولو چې د امريکا په خلاف که څوک په خپل کور وغږېږي هم نو امريکايان پرې خبرېږي، خو ستا له برکته دا دی اوس د امريکا هغه وحشي څېره او سوپر طاقت په صفر بدل شوی دی اوس هغه د چا خبره ستا له برکته هډو د چا حيا هم ترې نشي. ډار او وېره خو لا پر ځای پرېږده!
اميرالمؤمنينه!!
هغه وخت چې امريکا او نورې کفري په افغانستان يرغل کولو نو تا په خپله ځيږه او ساده لهجه ورته ويل چې ګوره! اوس خو مونږ درته د مذاکراتو او خبرو اترو زارۍ کوو، خو داسې وخت به راشي چې امريکا به د سولې او روغې جوړې زارۍ او عزرونه کوي خو مونږ به يې نه منو.
د بزرګۍ او کرامت دغه پېشګويانې دې دا دی اوس سږ کال رښتيا شوې، امريکا طالب ته زارې کوي چې لږ نرم شه! خو طالب په خپل کلک دريځ ورته ولاړ دی، او هېڅ نه ورته تېرېږي.
نو اميرالمؤمنينه!
ته د اوسني عصر عمر وې، ته د عصر سلطان صلاح الدين ايوبي وې. او نړۍ به هم ستا ټول احسانونه ياد ساتي، ته په اوسني عصر کې د نړۍ د جهاد استاد او سر لاری وې، تا د د نړيوال عصري جهاد بنسټ او بنياد ايښی دی، ستا له برکته افغانستان د نړيوال اوسني جهاد مدرسه وګرځېده.
نو نړۍ به دې هم احسانات نه هېروي بلکې په خپلو زړونو کې به دې ساتي او تل به ستا پوروړي وي.


















