حامد کرزي په دوحه کې د لغوه شوي بین الافغاني کنفرانس د ژر جوړیدو خبر ورکړی

ټاکل شوې وه چې د اپریل میاشتې په ۲۰مه نیټه به په دوحه کې د مسکو د غونډې په تعقیب یو بل بین الافغاني کنفرانس دائر شي

دا غونډه له جوړېدو یوه ورځ مخکې په ناڅاپه ډول لغوه اعلان شوه

اوس تازه پخواني ولسمشر حامد کرزي ویلي چې د دوحې غونډه به بیرته ډیره ژر جوړه شي

نوموړي چې په روسیه کې د نړیوال امنیت په اړه جوړ شوي کنفرانس کې وینا کوله وویل، چې د دوحې لغوه شوی کنفرانس به ډیر ژر جوړ شي

د دې غونډې د لغوه کیدو لامل افغان حکومت ښودل کیږي؛ ځکه چې حکومت غوښتل ترڅو د دوی اعلان شوی ۲۵۰کسیز لیست ټول په غونډه کې ګډون وکړي خو د کنفرانس کوربنو د دومره خلکو تابیا نه وه نیولې

همدا رنګه طالبانو او نورو افغاني شخصیتونو په مسکو کې پرېکړه کړې وه چې په راتلونکې مجلس کې به هم ګډونوال ټول خپل دريځ بیانوي او د افغان حکومت په نمائندګي څوک ګډون نشي کولای خو حکومت ټینګار کاوه چې د دوی کسان به ټول د حکومت له دریځ سره په غونډه کې ګډون کوي

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button