په دې وروستیو کې یو ځل بیا د ایران او امریکا تر منځ تاوتریخوالی زیات شوی دی
دا تاوتریخوالی وروسته له هغه زیاتیږي چې امریکا د ایران سپاه پاسداران ډله په تور لیست کې شامله کړه او همدا رنګه یې یو شمیر نور بندیزونه هم په ایران ولګول
امریکا اوس تازه په ایران د یو نوي بندیز خبر ورکړی چې له مخې یې ایران نشي کولای په ترکیه، چین، جنوبي کوریا، هند او جاپان خپل تیل وپلوري او دا پنځه هیوادونه هم له ایرانه د تیلو اخستلو په صورت کې د امریکا تر بندیز لاندې راځي
ایراني ولسمشر حسن روحاني د امریکا لخوا وروستیو فشارونو او بندیزونو ته په اشارې ویلي، ایرانیان د خبرو اترو خلک دي خو ورسره جنګ او دفاع هم کولای شي
روحاني وایي، له امریکا سره د اټومې هوکړې په اړه خبرو ته تیار دی خو په وینا یې، په دې شرط چې له ایرانه به بښنه غواړي
نوموړي زیاته کړې چې امریکا به همدا راز هغه فشارونه او بندیزونه هم له منځه وړي چې په دې وروستیو کې په ایران لګیدلي دي
د روحاني په خبره، که امریکا د دوی دا شرطونه منلای شي، ایران تیار دی چې خبرو ته ورسره کیني


















