امريکا: هند د افغانستان خاوره د پاکستان پرضد نه کاروي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، غویی ۱۱)

د جنوبي او منځنۍ اسيا لپاره د امریکا د بهرنيو چارو وزارت مرستيالې اليس ويلز ويلي، داسې اسناد يې نه دي ترلاسه کړي چې وښيي هند دې افغان خاوره د پاکستان پرضد کارولې وي.

اليس ويلز دغه خبرې د پاکستاني رسنیو سره په مرکه کې کړي.

تر دې دوه ورځې مخکې د پاکستان د پوځ وياند اصف غفور ادعا کړې وه او په راولپنډۍ کې يې په يوه خبري کنفرانس کې ويلي و چې د افغانستان ملي امنيت او د هند استخبارات په پاکستان کې د پښتون ژغورنې غورځنګ ملاتړ او هغوی سره د پيسو مرسته کوي.

خو د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتون دغه ادعا رد کړې وه او غوښتنه يې کړه وه که د پاکستان پوځ په دې اړه شواهد لري نو ښکاره دې کړي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button