هلمند: ښوونکو د دندو پريښودو ګواښ وکړ

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، غویی ۱۱)
د هلمند ولايت یو شمير ښوونکي وايي، که دولت يې تنخواګانې او ژمنه شوې نومرې ورنکړي نو دوی به خپلې دندې پريږدي.
ښوونکي وايي، د هلمند ولايت د ښوونکو اتحاديې سره يې په ګډه دغه پريکړه کړې ده او که غوښتنو ته يې رسيدګي ونه شي نو د دغه ولايت ۱۱۷۰ ښوونکي به خپلې دندې پريږدي.
په عین حال کې د هلمند د پوهنې رياست مؤولين وايي، د ښوونکو د ياد خبرداري په اړه يې د پوهنې وزارت خبر کړی خو تر اوسه لا د هغوی له خوا مثبت ځواب نه دی ورکړی.
تر دې مخکې داسې راپورونه ورکړل شوي چې دغه ولايت کې له مخکې څخه دوه زره اته سوه ښوونکي کم دي او د ډيرو يې یوازې نومونه شته خو ښوونکي درک نه لري.
ښوونکي وايي، له تيرو نهه مياشتو راهيسې يې حق الزحمه تنخواګانې نه دي ورکړل شوی او د دولت دوی ته د نومرو د ورکړې ژمنې هم لا په ځای پاتې دي.
په دغه ولايت کې له پخوا راهيسې ځينې ښوونځي دولتي ځواکونو د پوځي موخو لپاره کارولي چې ډيری زده کوونکي له زده کړو بې برخې شوي او که یاد ښوونکي هم خپلې دندې پريږدي نو نږدې پنځوس زره زده کوونکي به له زده کړو پاتې شي.



