کابل ټکی کام (دوشنبه ۲۱ مرغومي ۱۳۹۴ ل) عبدالله هاشمي
د ایران د تهران ښار د شورا د غړي د خبر پر اساس، «د ایران د بهرنیو چارو وزارت د عربستان د سفارت د سړک نوم بدلولو غوښتنه کړې ده.»
د تهران ښار د شوار رئيس مجتبی شاکري د وینا مطابق، د بهرنیو چارو وزارت دوی ته یو لیک استولی دی ترڅو د عربستان سفارت د سړک نوم یو ځل بیا د (خیابان باقر النمر) څخه واړوي او خپل پخوانۍ (خیابان بوستان) نوم ورکړي.
تېره هفته د تهران ښار ښاروالۍ وروسته له هغه د سعودي عربستان د سفارت د سړک نوم بدل کړ چې عربستان یو شیعه عالم باقر النمر اعدام کړ.
ددې نامه د تصویب سره سم بعضو کسانو په خپل سر (خیابان بوستان) سړک ته ځانونه ورسول او هلته یې د (خیابان باقر النمر) نوي لوحې نصب کړې.
شورا دا منلې چې د غیر ایراني کس په نامه د سړک نومولو کې باید د بهرنیو چارو وزارت سره په تماس کې شي.
داسې ښکاري چې د اسلامي ملکونو او مسلمانانو په سطحه د سعودي عربستان په مقابل کې پر ایران فشار وارد شوی دی ترڅو د عربو په اړه په بهرنۍ پالیسي کې مثبت بدلون راولي.


















