کابل ټکی کام (دوشنبه، مرغومي ۲۱، ۱۳۹۴ ل) شهرت وردګ
په بلخ ولایت کې د عدلي او قضایي چارو مسؤلین وایي په ولایت کې قانون تر ډېره حده دا منیتي ځواکونو او زورواکو له وجې له پامه غورزېدلی دی.
دغو مسؤلینو له حکومت څخه غوښتنه کړې، ترڅو ټول دولتي کارمندان پدې پوه کړي چې قانون ته دې پوره احترام ولري.
دغه خبرې په داسې حال کې ورکړل شوی دی چې ټول مسؤلین د اساسي قانون د اونۍ د لمانځلو په مناسبت سره راټول شوي وو.
همدا راز د بلخ ولایت د عدلیې رئیس ښاغلي جعفر مصباح په خپل وار سره په خپله بیانیه کې زیاته کړه چې زورواکو او امنیتي ځواکونو قانون د خپل زړه تر غوښتنې پورې تړلی دی، که یې په زړه جوړه وي، قانون مني ګڼې دوی ته قانون بې اهمیته دی.
دی وايي، «ټول مسؤلین له خپل واک څخه ناوړه استفاده کوي. ګڼ شمېر لوړپوړي چارواکي د قانون څخه په سر غړونه کې مستقیماً لاس لري.»
که څه هم قاضي د چا نوم وانه خیست خو ویې ویل چې د هغه كسانو نوم لړ ورسره دی چې د قانون به نقض کې لاس لري، خو د وېرې له وجې نشي کولای چې خپور یې کړي.


















