د اندونیزیا د بهرنیو چارو وزیرې له خلیلزاد سره هم کتلي

کابل ټکی کام ( چار شنبه، ۱۱ غوايي ، ۱۳۹۸ل)

د اندونیزیا د بهرنیو چارو وزیرې ریتنو لیستاري د افغان سولې لپاره د امریکا له ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره کتلي دي.

دا لیدنه نن سهار د قطر هیواد په دوحه کې ترسره شوې او د افغان سولې په تړاو بحث پکې شوی دی.

لیستاري په داسې حال کې د زلمي خلیلزاد سره کتلي چې تیره ورځ یې د طالبانو د مشر له سیاسي مرستیال ملا عبدالغني برادر سره هم لیدلي وو.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په خپل ټویټر لیکلي چې دوی دواړو د سولې په اړه بحث کړی او همدا رنګه د طالبانو لخوا ورته د قطر د بین الافغاني کنفرانس د لغوه کیدو لاملونه هم په ګوته شوي دي.

د اندونیزیا د بهرنیو چارو وزیره په داسې حال کې له ملا عبدالغني برادر او زلمي خلیلزاد سره ګوري چې نن د طالبانو او امریکایانو د شپږم پړاو خبرو د پیل ورځ ده.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button