(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، غویی ۱۶)
په قطر کې د طالبانو او امريکايانو تر منځ د افغان جګړې د ختمولو لپاره شپږم پړاو مذاکرات تر څلورو ورځو وروسته نن د يوې ورځې لپاره ځنډيدلي دي.
په قطر کې د طالبانو یوې سرچينې کابل ټکی کام ته ويلي، دا چې نن دوشنبه د روژې مبارکه لومړۍ ورځ ده نو د خبرو لپاره دمه اعلان شوې ده او سبا د (سې شنبې) په ورځ به بيا ځلې خبرې اترې پيل شي.
څو ورځې مخکې د طالب وياند او د امريکا مرکچي پلاوي مشر خليلزاد خليلزاد تر منځ د ټويټر له لارې یو بله ځوابونه ورکول کيدل.
په لومړي ټويټ کې خليلزاد ويلي و چې له طالبانو يې غوښتي څو وسلې پر ځمکه کښېږدي خو طالب وياند يې په ځواب کې ويلي و چې دغه خيال دې له مغزو اوباسي.
د دغه غبرګونونو په سبا ورځ زلمي خليلزاد په قطر کې د اسلامي امارت د سياسي مرستيال ملاعبدالغني برادر سره کتلي و چې وروسته يې په يوه ټويټ کې وويل، چې دوی (امريکايان) هم وسلې ايښودلو ته تيار دي.
دا په قطر کې د امريکا او طالبانو تر منځ شپږم پړاو مذاکرات دي چې د ځايي سرچينو په وينا په دغه خبرو کې ډير پرمختګ شوی او ښايي یوې پايلې ته سره ورسيږي.
ځينو سرچينو پرون ماښام ناوخته وويل، چې خبره يوازې په دې پاتې ده چې طالبان غواړي د اسلامي امارت تر عنوان لاندې په هوکړه لاسليک وکړي خو امریکايي پلاوی ورته وايي چې د طالبانو تحريک تر عنوان لاندې به پر موافقه لاسليک کوي.
ويل کيږي، په دغه ناسته کې له افغانستانه د بهرنيو ځواکونو د وتلو پر مهالويش او دا چې افغان خاوره به د بل چا پرضد نه کارول کيږي موافقه شوې ده.
ځينې سرچينې وايي، ښايي امريکايي ځواکونه له شپږو مياشتو تر یوه کال په موده کې له افغانستانه د وتلو اعلان وکړي.


















