(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، غویی ۱۶)
په روسيه کې یوه مسافر وړونکې الوتکې اور اخيستی چې يوڅلويښت کسان پکې د اور خوراک شوي دي.
پيښه د روسيې په پلازمينه د مسکو په شرمتيووا هوايي ډګر کې رامنځته شوې ده.
ځايي سرچينې وايي، له یاد هوايي ډګره لومړی الوتکه پورته شوه خو له لږ ځنډ وروسته يې بيرته بيړنۍ ناسته وکړه او اور واخيست.
په دغه الوتکه کې اته اويا کسان سپاره و چې يوڅلويښت پکې وژل شوي او اووه ديرش تنه نور ژوندي پاتې شوي دي.
د اروفلوت هايي کرښې مسؤولينو ويلي، یاده پيښه د تخنیکي ستونزو له کبله رامنځته شوې ده په يوې خبرپاڼه کې وايي، له بيړنۍ ناستې وروسته د الوتکې ماشينونو اور اخيستی.
تر اوسه د پيښې لامل نه دی په ډاګه شوی خ د روسيې حکومت ويلي د پيښې په اړه څيړنې پيل کړي دي.


















