برکات: دطالب او امریکايي ټیم وروستي مذاکرات مهم، او له پرمختګونوډک دي

کابل ټکی کام ( دوشنبه، ۱۶ غوايي ، ۱۳۹۸ل)
سلطان برکات وايي،
د طالبانو او امریکا ترمنځ په شپږم پړاوخبرو کې د پام وړ پرمختګ رامنځ ته شوی دی.
په قطر کې د شخړو او بشري مطالعاتو د مرکز مشر سلطان برکات ویلي، تېره ورځ دواړو لورو ۱۳ ساعته سخت کار وکړ او موخه یې دا وه چې یوې واضح پایلې ته ورسېږي.
سلطان برکات چې دغه خبرې له نږدې څاري وايي، خبرې هیله بښونکې دي خو د روژې د رخصتۍ په خاطر یوه ورځ ځنډول شوې دي.
هغه هیله څرګنده کړې چې د روانو مذاکراتو په پای کې دواړه لوري یوې هوکړې ته سره ورسېږي. د قطر دفتر ویاند سهیل شاهین هم ویلي، چې خبرې مثبتې دي او د روژې د لومړۍ تر رخصتۍ وروسته به بېرته پيل شي.
دطالب او امریکايي ټیم داځل خبرې شپږم پړاو ته ورسېدې چې دپنجشنبې په ورځ پېل او لاهم په پام کې لري تر څو پایلې ته تر رسېدو داخبرې وغځوي، سیاسي مبصرین ددې پړاو خبرې مؤثرې، او له لاسته راوړنو ډکې بولي.



