قطر له اشغال شویو فلسطینیانو سره ۴۸۰ میلیونه ډالر مرسته وکړه

کابل ټکی کام ( سه شنبه، ۱۷ غوایي، ۱۳۹۸)

قطر هیواد له هغو فلسطینیانو سره چې په غزه او لویدیځه تراړه کې د اسرائیلو تر اشغال لاندې دي، ۴۸۰ میلیونه ډالر مرسته اعلان کړې ده.

دا مرسته د قطر د امیر شیخ تمیم بن حمد ال ثاني په امر سره شوې ده.

د قطر د بهرنیو چارو وزارت وایي چې د دې مرستو څخه به ۳۰۰ ډالره د پوهنې او روغتیایي خدماتو اړوند مصرف شي او پاتې نور به د بیړنیو مرستو په ډول تقسیم شي.

قطر وایي چې دا کار یې د دې لپاره کړی ترڅو د فلسطین د خلکو ستونزې لږ هواري شي او په وینا یې چې په دې سره به د فلسطین او قطر خلکو ترمنځ د ورورولۍ اړیکې نورې هم ټینګي شي.

د قطر د بهرنیو چارو وزارت له نړۍوالې ټولنې هم غوښتي چې د بشر د حقوقو له مخې دې د فلسطینیانو لاس نیوی او مرسته وکړي.

د حماس ډلې سیاسي دفتر د قطر هیواد د دې مرستې له اعلان څخه مننه کړې ده.

د یادونې وړ ده چې د وړمې ورځې راهیسې په غزه کې حالت د اندیښنې وړ دی او دوه ورځې وړاندې د اسرائیلو او فلسطینیانو تر منځ سخته نښته رامنځته شوې وه.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button