کابل ټکی کام (سه شنبه، ۱۷ غوايي، ۱۳۹۸ل)
ټاکل شوې ده چې سبا د چهارشنبې په ورځ د افغانستان او سکاټلينډ لوبډلو ترمنځ لومړۍ يو ورځنۍ سيالۍ پېل کيږي.
د افغانستان او سکاټلينډ لوبډلو ترمنځ د دوه يو ورځنيو سياليو سيريز ترسره کيږي چې له مخې به يې لومړۍ سيالۍ د چهارشنبې په ورځ د ماسپښين په ۲:۳۰ بجې د سکاټلينډ په ايډنبرګ لوبغالي کې ترسره کيږي.
په دغه سيالۍ کې به د افغانستان دوه نامتو لوبغاړي محمد نبي او راشد خان ګډون نه کوي.
راشد او نبي په هند غوره ليګ کې د سنرايزز لوبډلې سره لوبيږي چې اوسمهال يې لوبډلې دويم پړاو ته لار موندلې ده.
داسیالۍ په داسې حال کې ترسره کېږي چې په دې وروستیو کې دافغانستان په ملي لوبډله کې لوړ تحولات راغلي، دالامالومه نده چې دا تحولات به دالوبډله دپخوا پشان دکامیابۍ که نامۍ خواته بوځي.


















