کابل ټکی کام ( سه شنبه، ۱۷ غوایي، ۱۳۹۸)
ویل کیږي چې ولسمشر محمد اشرف غني به د روانې میاشتې په اخر کې پاکستان ته ولاړ شي.
وړمه ورځ ولسمشر غني د پاکستان له لومړي وزیر عمران خان سره په تلفون اړیکه نیولې وه او په روانو حالاتو ورسره غږیدلی وو.
عمران خان ولسمشر غني ته هلته د ورتګ بلنه ورکړه او ولسمشر غني د نوموړي دعوت قبول کړ.
له ارګه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي وو چې ولسمشر غني به په مناسب وخت کې پاکستان ته سفر وکړي.
که څه هم پاکستان ته د ولسمشر غني د تګ کره نیټ لا نه ده مالومه خو یوه لوړپوړي افغان چارواکي مشال راډیو ته ویلي چې ولسمشر غني به د مې میاشتې په وروستیو کې د عمران خان بلنه عملي کړي او اسلام اباد ته به ولاړ شي.
ولسمشر غني په داسې حال کې له عمران خان سره ځان نږدې کړی چې د طالبانو او امریکایانو ترمنځ د قطر په دوحه کې خبرې روانې دي.
د افغانستان او پاکستان اړیکې د ولسمشر غني په وخت کې زیاتې ترینګلې شوې او د ده په وخت کې د طورخم دروازه بنده او بغیر له پاسپورټه څوک تګ او راتګ نشي پرې کولای.
همدا رنګ د ډیورنډ په کرښه هم د ولسمشر غني په وخت کې د پاکستان د پوځ لخوا اغزن تار ولګول شو.
افغان حکومت د پاکستان د دې ټولو اقداماتو په اړه چپه خوله دی او هېڅ یې په اړه نه وایي.
د لر او بر شعار ویونکي فعالان په دې باور دي چې پاکستان دا هر څه د امریکا په منځګړیتوب د افغان حکومت په خوښه کړي دي.


















