سکاټ میلر: په سوله باوري یم، خو جګړې ته به ادامه ورکوو

کابل ټکی کام ( سه شنبه، ۱۷ غوایي، ۱۳۹۸)
په افغانستان کې د میشتو بهرنیو ځواکونو عمومي قومندان جنرال سکاټ میلر وایي چې په سوله باوري یو او همدا رنګه به د دې باور ترڅنګ جګړې ته هم ادامه ورکړو.
سکاټ میلر چې نن فاریاب ته تللی وو، غونډې ته یې په وینا کې دا خبرې کړي دي.
له سکاټ میلر سره د کورنیو چارو وزارت سرپرست وزیر مسعود اندرابي، د ملي امنیت رئیس معصوم ستانکزی او همدا رنګه ځیني نور چارواکي فاریاب ته په سفر ملګري وو.
سکاټ میلر ویلي چې دوی ته د افغانانو ژوند ارزښت لري او په وینا یې چې په هر وخت کې به له افغانانو سره همکاري کوي.
میلر دا خبرې په داسې حال کې کوي چې د تیرو څو ورځو راهیسې ډیره کمه داسې شپه پیښه شوې چې ګډو ځواکونو دې د بیګناه افغانانو په کورونو چاپه نه وي وهلې.
تیره شپه د پکتیا په زرمت او د فراه په خاک سفید ولسوالیو کې هم ګډو ځواکونو شپني عملیات ترسره کړي چې زیات ملکي تلفات یې اړولي دي.
همدا راز یې وړمه ورځ په فراه ولایت کې بشپړ کلی بمبارد کړ چې له امله یې لسګونه ملکي کسانو ته مرګ ژوبله واوښته.
نن د ارزګان مرکز ترینکوټ څخه هم راپورونه ورکړل شوي چې امریکایي ځواکونو سخته بمباردي کړي خو د تلفاتو په اړه یې کره مالومات نشته.



