د دوستم نیوکې ته د جنرال احمدزي غبرګون: د دوهم شخص په توګه شمال ته څه لاسته راوړنې لرې؟

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، غویی ۱۸)

د ګډ حکومت د ولسمشر اشرف غني مرستيال جنرال عبدالرشيد دوستم د ۲۰۹ شاهين قول اردو پر قوماندان ولي احمد احمدزي نيوکه کړې چې د شمال امنيت په ټينګښت کې پاتې راغلی چې نوموړی هم د قومندان احمدزي له توند غبرګون سره مخ شوی دی.

د دوستم له دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې نوموړي د شمال د امنيتي وضعيت په اړه له قومي مشرانو سره کتلي او هغوی ته يې ويلي چې د قول اردو د قوماندان د نه پاملرنې له کبله هره ورځ عسکر وژل کيږي.

دوستم ويلي، د شمال خلک له امنيتي ګواښونو سره مخ دي زياتوي امنيتي ځواکونو ته د نه پاملرنې په برخه کې بې عدالتې کيږي خو په وينا يې دی به له ولسمشر سره یادې ستونزې شريکي کړي.

له بله پلوه په شمال کې د ۲۰۹شاهين قول اردو قوماندان ولي احمدزي ويلي، د ده په راتګ سره په شمال کې د ولسواليو د سقوط مخه نيول شوې په خبره يې که داسې مو نه وای کړي نن به جوزجان هم معاون صاحب (دوستم) قدم نه وای ايښی.

احمدزی وايي، په دې تړاو اصل پوښتنه دوستم ته متوجه ده چې د هيواد د دوهم شخص په توګه يې شمال ته څه لاسته راوړنې لرلي؟

طالبانو د الفتح اعلان له پيليدو سره په ټول هيواد کې حملې توندې کړي چې دوه ورځې مخکې يې د دغه عملياتو په بهير کې د بغلان پر امنيې قومندانۍ د موټربم بريد تر څنګ وسله وال بريد هم وکړ چې لسګونه عسکر پکې مړه او ټپيان شول.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button