عراق: داعش دبغداد په صدر ښارګوټي کې بریدکړی چې ۲۳ تنوته یې مرګ ژوبله اړولې

کابل ټکی کام ( جمعه، ۲۰ غوايي ، ۱۳۹۸ل)
د عراق امنيتي چارواكي د دغه هېواد د پايتخت بغداد په صدر ښارګوټي كې د ځانمرګي بريد له كبله لږ تر لږه د اتو تنو د وژل كېدو او ۱۵ نورو د ټپي كېدو خبر وركوي.
دوى وايي، یوبريد كوونكي خپل له چاودېدونكو توكو ډك كمربند ته د جميله په نوم د صدر ښارګوټي له ګڼې ګوڼې په ډك بازار كې چاودنه وركړه.
دوی وايي، دا بريد تېره شپه شاوخوا نهه بجې داسې مهال شوى، چې خلك له روژه ماتي وروسته سړكونو ته را وتلي وو.
د بريد مسووليت داعش ډلې پر غاړه اخيستى دى، دڅېړونکو په باور؛ داعش که څه هم لومړی دخلافت په نام راڅرګند شو، خودافغانستان، عراق اوسوریې وروستیو خونړیو پیښو ته په کتو داسې ښکاري چې امریکا اونور ممالک په اسلامي هېوادونو کې دمسلمانانو دوژنې بل فصل ددوی په لاس پرانیزي.



