ټرمپ: دجنګ امکان نه ردوو، خو ایران سره په اټومي وسلو خبرو کولوته هم تیار یم

کابل ټکی کام ( جمعه، ۲۰ غوايي ، ۱۳۹۸ل)
د ایران او امریکا د وروستي کشمکش پردوام یوځل بیا امریکا ایران دخبرو له لارې دلانجې حل ته رابللی، دامریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ایران په مشرانو غږ کړی چې د هغه سره دې خبرو ته کیني خو د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د جنگ امکان هم نه دی رد کړی.
ټرمپ له ایراني مشرانو غوښتي چې د خپل هېواد د اټومي وسلو په سر دې ورسره خبرې وکړي. ټرمپ ویلي، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ تاوتریخوالي ته په کتو سره د جنگ امکان هم نه ردوي. د ایران او امریکا اړیکې له هغه وروسته خرابې شوي دي چې ټرمپ د ایران سره د پخواني ولسمشر اوباما د وخت د اټومي وسلو د تړون نه ووت او په ایران یې تور ولگاوه چې ایران د دغه تړون شرایطو ته درناوی نه کاوه.
امریکا اوایران تردې وړاندې هم دیوبل خلاف توندې نیوکې کولې، هماغه و چې امریکا دایران خلاف په اقداماتو لاس پورې کړ، لومړی یې دایران سپاه پاسداران پوځ دملګرو ملتونو په تورلیست کې داخل کړ، دوهم یې دایراني تېلو مشتري هېوادونه ایران سره له راکړې ورکړې منع کړل چې دایران کلک غبرګون یې راوپاراوه، ایراني چارواکو په وروستیو څرګندونو کې امریکا سره له خبرو چورلټ انکار کړی. خودټرمپ په اخري خبرو یې لا څرګندونې ندي کړي.



