:پاکستان: افغانستان سره دسوداګرۍ پراختیاغواړو؛ مشکلات له منځه وړو

کابل ټکی کام ( شنبه، ۲۱ غوايي ، ۱۳۹۸ل)

پاکستان وایي هڅه کوي له افغانستان سره د سوداګرۍ لپاره مناسبه فضا رامنځ ته کړي. په پارلماني چارو کې د پاکستان ددولت وزیر ددغه هېواد سنا ته د خبرو پر مهال ویلي، له افغانستان سره سوداګري د پاکستان لپاره مهمه ده. دده په وینا په همدې موخه پاکستانی حکومت کوښښ کوي د دواړو لورو تر منځ د سوداګرۍ د پراختیا او ودې لپار سوله ییزه او مناسبه فضا رامنځ ته کړي.

 هغه ویلي چې په دې وروستیو کې د سوداګرۍ په برخه کې ځينې ستونزې لرې کړل شوې دي چې له امله یې سوداګرۍ د تېرو کلونو په پرتله وده او پراختیا موندلې ده.

 پاکستانیحکومت  داسې مهال دغه څرګندونې کوي، چې لا هم په ډيری برخو کې پاکستانی حکومت افغان سوداګرو او موټر چلوونکو ته ګڼې ستونزې جوړوي او افغان حکومت وایي، هڅه کوي پر پاکستان خپله سوداګریزه اتکا راکمه کړي.

دپاکستان اوافغانستان اړیکې داشرف تر راتګ وروسته ترینګلې شوې، اشرف غني اوټیم یم کوښښ کاوه ترڅو پاکستان منځوي کړي، خو تر دې دمه ونه توانید.

څو ورځې وړاندې دافغانستان رسمي دولتي سرچینو خبرورکړ چې غني به دمی میاشت په وروستیو کې پاکستان ته سفر وکړي، چې اجنډا یې نده په ګوته شوې.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button