هند اوچین په افغانستان کې دسولې لپاره له ګډو هڅو خبر ورکړ

کابل ټکی کام ( شنبه، ۲۱ غوايي ، ۱۳۹۸ل)

دافغانستان دجګړې دسیاسي حل لپاره دوه نورو اټومي قدرتونو هم له دې تګلارې حمایت اعلان کړ.

دوی وايي، چین او هند به د افغان سولې په اړه له یو بل سره ګډ کار کوي. د هندي رسنیو د راپورونو له مخې د هند لپاره د چین ځانګړی استازی نوي ډهلي ته تللی او هلته یې له لوړپوړو هندي ديپلوماتانو سره کتلي دي.

 دواړو لورو په دې لیدنه کې د افغانستان پر اوسني وضعیت او دسولې پر روانو فعالیتونو خبرې کړې دي. سرچینه کاږي چين او هند ژمنه کړې چې د افغان سولې په برخه کې به ګډ کار کوي او ددغه هېواد د ثبات او امنیت لپاره به ګډې هڅې تنظیموي. چینايي ديپلومات دینګ شیجن د هند د بهرنیو چارو وزارت له لوړپوړو چارواکو سره په خبرو کې ویلي چې دوی له سیاسي لارو د افغان جګړې د حل پلویان دي او په دې برخه کې همکارۍ ته تیار دي.

هندي چارواکو هم ویلي چې په سیمه کې به د افغان سولې او ثبات لپاره خپلو ګډو کارونو او هڅو ته ادامه ورکوي.

داپه داسې حال کې ده چې دطالبانو اوامریکایانو مذاکرات یو مهم پړاو ته رسېدلي، او په دې وروستیوکې دامریکا ځانګړي استازي چین اوهند ته سفرونه وکړل، ترڅو ددوی ملاتړ راجلب کړي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button