امریکا: سلګونه افغان عسکر د روزنې له مرکز څخه تښتیدلي

کابل ټکی کام ( شنبه، ۲۱غوایي، ۱۳۹۸)

امریکا ته د روزنې لپاره تللي عسکر هلته پنا غواړي او د روزنې له مرکز څخه تښتي.

د امریکا حکومت د څار ادارې لخوا په خپاره شوي راپور کې ویل شوي چې له افغانستانه د روزنې لپاره ورغلي ۲ سوه عسکر له روزنیز مرکز څخه تښتیدلي دي.

په کمپونو کې اوس په حساب څو تنه سرتیري د روزنې لپاره پاته دي.

د څار ډله وایي چې دغه عسکر په امریکا کې د پنا غوښتنې په موخه له روزنیز کمپ څخه تښتیدلي دي.

د سرچینې په وینا چې دا ځواکونه په افغانستان کې له روان حالت څخه په ویره کې دي؛ ځکه نه غواړي چې افغانستان ته ولاړ شي.

دا ډله وایي چې دې ځواکونو ته په افغانستان کې د وسلوالو ګواښونه متوجه دي چې له همدې امله دوی ډار اخستي دي.

دا لومړی ځل نه دی چې داسې پیښه رامنځته کیږي بلکې څو کاله وړاندې هم ورته راپور خپور شوی وو چې له مخې یې ۱۵۲ تنه عسکر له روزنیز مرکز څخه تښتیدلي وو.

څو اونۍ وړاندې د امریکا دفاع وزارت هم په دې اړه یو راپور ورکړی وو.

پنټاګون ویلي وو چې نور دوی په امریکا کې افغان پیلوټانو ته روزنه نه ورکوي؛ ځکه په وینا یې چې پیلوټان په امریکا کې د پناه غوښتنه کوي.

د پنټاګون په خبره چې له دې وروسته به افغان پیلوټانو ته په افغانستان کې روزنه ورکوي

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button