دسعودي ځواکونو په القطیف سیمه کې اته شیعه ملکیان وژلي

کابل ټکی کام ( یکشنبه، ۲۲ غوايي ، ۱۳۹۸ل)
د سعودي عربستان ځواکونو په شیعه مېشته ختیځه سیمه القطیف کې عملیات کړي او اته تنه ملکیان یې وژلي دي.
دا خبر دولتي خبري ادارې اې پي ای خپور کړی دی. د رویټرز خبري اژانس د خبر له مخې دا سیمه تل د شخړو شاهده وي. په دې سیمه کې چې شیعه لږکي پکې ژوند کوي تل د سعودي حکومت له ناسم چلنده شکایت کوي خو د سعودي حکومت بیا دا تورونه رد کړي دي.
اې پي ای وایي، په دې ښار کې عملیات ځکه شوي دي چې په تاروت ټاپو کې نوې جوړه شوې ترهګره ډله وځپي. یاده اداره وایي، عملیات بریالي وو او وژل شوي کسان ترهګر دي.
سعودي ځواکونه وخت ناوخت دا اوددې ترڅنګ پرتې سیمې خپل هدف ګرځوي، تردې پخواهم دېته ورته راپورونه راغلي وو، چې ګویا دسعودي پوځ په خپلو عملیاتو کې دولسي وګړو مرګ ژوبلې ته پاملرنه نکوي ځکه ملکي تلفات ډېر اوړي.



