عرب اماراتو ته څېرمه دسعودي له تېلو بار ټانکر په نښه شوي

کابل ټکی کام ( دوشنبه، ۲۳ غوايي ، ۱۳۹۸ل)

عرب اماراتو ته څېرمه دعربستان تانکر دنامعلومو افرادو لخوا هدف ګرځېدلي.

سعودي عربستان ویلي، ددوی د تېلو دوه ټانکرونه ویشتل شوي دي.

 ریاض د ګاونډي هېواد متحده عرب اماراتو ساحل ته څېرمه شوې دا پېښه د سبوتاژ برید بللی دی.

د سعودي د انرژۍ وزیر خالد نن ویلي، یوه کښتۍ یې د سعودي په خامو تېلو د بارېدو لپاره روانه وه چې ورباندې برید شوی دی. په دې برید کې ځاني زیان نه دی اوښتی خو کښتۍ څه ناڅه زیانمنه شوې ده.

تر دې مخکې هم د بهرنیو چارو وزارت ویلي وو د قلمرو اوبو ته څېرمه یې د سبوتاژوونکو عملیاتو په لړ کې پر څلورو تجارتي کښتیو برید شوی دی خو چاته پکې مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

 تردې مهاله ددې برید او بریدګرو هویت نه دی په ډاګه شوی، اونه هم چا ددغې پیښې بړه پرغاړه اخیستې ده.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button