کابل ټکی کام ( دوشنبه، ۲۳ غوايي ، ۱۳۹۸ل)
راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو ته دیوشمېر نوماندانو شورا د جوزا له لومړۍ نیټې وروسته د سرپرست حکومت پر رامنځته کېدو ټینګار کړی دی.
دوی وايي چې دموجوده حکومت مشروعیت تر جوزا وروسته ختمېږي، اوددې حل دسرپرست حکومت رامنځته کېدنه ده.
یادې شورا چې د راتلونکو ټاکنو د ۱۸ نوماندانو له ډلې ۱۱ پکې شامل دي تېره ورځ یې حکومت ته دوه وړاندیزونه هم وړاندې کړي دي.
د دوی په طرحه کې راغلي چې ولسمشر په هغه صورت کې کولی شي سرپرست پاتې شي چې له نوماندۍ تېر شي.
د دغه کاندیدانو په دوهم وړاندیز کې راغلي، ولسمشریزو ټاکونو ته د ولاړو کاندیدانو له ډلې او د سیاسي احزابو لخوا پر شرایطو بربر کسان هم کولی شي د سرپرست حکومت بست ته ځان کاندید کړي.
یادې شورا خبرداری ورکړی که چیري د ملي یووالي حکومت مشران وغواړي د جوزا میاشتې له لومړۍ نیټې وروسته هم خپل کار ته دوام ورکړي، د دغه غیر قانوني کار پایلې به د هغوی پر غاړه وي.
داپه داسې حال کې ده چې نږدې درې ونۍ وړاندې دافغانستان سترې محکمې دموجوده ګډ حکومت واک تر راتلونکو ټاکنو تمدید کړ، هماغه وخت هم دافغانستان ډېری سیاسیونو ددې اقدام مخالفت وکړ، اوستره محکمه یې په فساد تورنه کړه.
















