کابل ټکی کام ( سه شنبه، ۲۴ غوايي ، ۱۳۹۸ل)
دطالبانو یوشمېرسیاسی استازي وایي تر هغه چې امریکایي او نور بهرني ځواکونه له افغانستان نه وي وتلي، اوربند او بین الافغاني خبرو ته نه حاضرېږي.
د امریکا غږ انګلیسي برخې د راپور له مخې د قطر دفتر غړي او یوه مرکچي شیرمحمدعباس ستانکزي په تازه څرګندونو کې ویلي دوی هیله لري چې د امریکایي ځواکونو پر ایستلو بریالي شي.
دده په خبره په لومړي پړاو کې خبرې ددغه ځواکونو پر ایستلو روانې دي او وسله وال طالبان به تر هغه بین الافغاني مذاکراتو او اوربند ته غاړه کې نه ږدي چې بهرنیو ځواکونو وتل نه وي پیل کړي.
هغه همدا راز په خبرو کې هم له پرمختګونو یادونه کوي او وایي چې له امریکا سره خبرې روانې دي خو د لا وضاحت لپاره اوږدې شوې دي.
د وسله والو طالبانو اوامریکايي مذاکراتي ټیم ترمنځ شپږم دور خبرې تېره اونۍ پای ته ورسېدې، خو ویل کېږي چې دواړه لوري پر یو لړ مسایلو پرېکړې ته نږدې شوي دي.
داووم پړاو مذاکراتو دقیقه نیټه لاهم نه ده مالومه، خودقطر دفتر ویاند سهېل شاهین وايي چې اووم پړاو مذاکرات به په نږدې راتلونکي کې پېل شي.
















