جواد ظریف هند ته تللی

کابل ټکی کام( سه شنبه، ۲۴غوایي، ۳۹۸)

د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف هند ته تللی او هلته یې له هندي چارواکو سره لیدلي دي.

د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند رویش کومار ویلي چې جواد ظریف له خپلې هندۍ سیالې سوشما سواراج سره لیدنه کړې او د دواړو هیوادونو په اړیکو یې بحث سره کړی دی.

د کومار په وینا چې دوی دواړو د سیمې او افغانستان په اړه هم خبرې سره کړي دي.

جواد ظریف په داسې حال کې هند ته تللی چې ایران د امریکا له سختو اقتصادي بندیزونو سره مخ دی.

هند هم یو له هغو پنځو هیوادونو څخه دی چې د امریکا د بندیزونو په لړ کې نشي کولای له ایران څخه تیل واخلي.

امریکا ویلي وو چې د مې میاشتې له لومړۍ نیټې وروسته که جاپان، ترکیې، هند، چین او جنوبي کوریا له ایران څخه تیل واخستل نو دوی به هم د امریکا له بندیزونو سره مخ شي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button