کابل ټکی کام ( سه شنبه، ۲۴ غوايي ، ۱۳۹۸ل)
یوشمېر نړیوالو بنسټونو له امریکا غوښتي چې دفاع وزارت دې د افغان جګړې په اړه د معلوماتو پر ورکړه بندیزونه لرې کړي.
دیارلسو نړیوالو بنسټونو او سازمانونو له پنټاګون غوښتي چې د افغان جګړې په اړه دې د معلوماتو پر ورکړه بندیز لرې کړي ځکه دغه جګړه باید ددوی تر تحلیل او څېړنې لاندې وي.
یادو بنسټونو د امریکا ددفاع سرپرست وزیر ته په یوه ګډ لیک کې لیکلي دي، چې د افغان جګړې په اړه د معلوماتو ورکړه د امریکایانو او ټولې نړۍ لپاره مهمه ده، ځکه دغه جګړه خورا خونړۍ او اوږده شوه.
دوی له پاتریک شاناهان غوښتي چې په دې اړه دې د پنټاګون پرېکړه لغوه کړي. د امریکا ددفاع وزارت په دې وروستیو کې پرېکړه کړې چې د افغانستان د جګړې په اړه به رسنیو او خلکو ته معلومات نه ورکوي. دې مسئلې د امریکايي وګړو او رسنیو غبرګونونه پارولي دي.
یوشمېر شنونکی بیا ددفاع وزارت دا اقدام ددوی د شکست په معنا بولي، دوی وايي، دامهال دافغانستان اکثره جغرافیه دطالبانو په کنټرول کې ده، اودامریکایانو په عملیاتوکې اکثره مرګ ژوبله هم ولسي وګړي ویني؛ ځکه نو امریکا په ورته اقدام لاس پورې کړ، ترڅوخپل جنایات له نړیوالو پټ وساتي.















