خليلزاد: د سولې د هلو ځلو تر څنګ بايد ټاکنو ته هم چمتووالی ونيول شي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، غویی ۲۸)

د افغانستان سولې لپاره د امريکا ځانګړی استازی زلمی خليلزاد وايي، امريکا ته دا لومړيتوب لري چې په افغانستان کې روانه جګړه له سياسي لارو حل شي.

نوموړي په يو تازه ټويټ کې چې افغانانو ته تر هرڅه سولې ته ډيره اړتيا لري خو زیاتوي دغه غوښتنه يې بايد د ولسمشريزو ټاکنو څخه راونه ګرځوي.

خليلزاد ويلي، مونږ د هغه سولې چې افغانان يې مستحق دي هلې ځلې روانې کړي په خبره يې په عین حال کې بايد ټاکنو ته هم چمتووالی وشي.

خليلزاد وايي، په وروستيو کې ځينو مبصرينو په افغانستان کې د امریکا د لومړيتوبونو په اړه سوالونه راپورته کړل “زموږ لومړيتوب د سولې یوه داسې پروسه ده چې سياسي موافقه او مصالحه وي. روانه جګړه له سیاسي لارو ختمه شي”.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button