مختارفاروقي
طالب خو په ځای پریږده چې ولې دې وژني؟ دښمن یې بولې دښمن دې بولي، دښمن دې ځکه بولي چې د دښمن ترڅنګ یی ولاړ یې.
تا دې د بادار مخ ته ځان سپر کړی، تا دا قرباني ورکړې چې کافر اشغالګر له مرګه بچ کړې د خپل ژوند په بدل، تا د کمو مادیاتو لپاره خپل ګران عمر په نري تار تړلی، تا د کمو پیسو لپاره خپل خوږ ایمان په خطر کې اچولی. خو له طالب نه به سره تیر سو.
پوښتنه دا ده!
هغه څوک چې له خواږه عمر،ګران اولاد،ښائسته ځوانۍ،کور،کهول،حتی له ایمان نه هم ورته تیر شوې هغه دې ولې وژني؟
تا خو یې ټول وخت امر ته لبیک ویلي، او د دغه بادار په امر دې مظلوم بیچاره هیواد وال بیکوره کړي.
د د غه بادار په امر دې په نیمه شپه کې بیګناه ماشومان او زنانه چیغولي. د دغه بادار په امر دې ځوانان او ماشومان د میندو په مخ کې په ډزو وژلې.
د دغه بادار په امر دې همیش په خپل مظلوم ولس لاس پورته کړی وهلی او رټلی دې دی خو بادار دې خوشحاله ساتلی.
د دغه بادار د خوشحاله کولو لپاره دې قرانکریم،مدرسه،مسجد،او واړه حافظان شهیدان کړل.
دا هر څه د یو څو پیسو په خاطر هغه هم قرض پیسې نغده تنخواه هم نلرې.
کاشکې دې داسې تنخواه وای چې په دنیا او پیسو خو دې خوند حاصل کړی وای.
کاشکې خو دې ژوند په ارام او اطمنان کې وای.
کاشکې خو دې په اولس او ملت کې محبوبیت پیداکړی وای.
کاشکې خو دې دومره خوا خوږی ځانته لرلای چې په مرګ دې خپه شي او درپسي ژړا وکړي.
کاشکې د وطن او ملت د درد دوا سوی وای.
د تا له بدو اخلاقو بد چلند او بدې رو یې نه عوام تر پوزې رسیدلي.
جواب مې راکه ولې دې وژني؟
بي وفایي دې نده کړې،سنګر کې اوسیږې،امر دې منلی،د بادار په خدمت او حفاظت کې شپه ورځ مصروف یې،ظلم وحشت د ښه په خرپ روان دی، بیاهم په مرکز او پوسته کې ناست یې او د بادار له طرفه بمباریږې او خاورو سره خاورې کیږې دا ولې؟؟
ولې دا بی واکه اداره په تا شوی بمبار غندلی نشي؟
ولې دې وینه ارزانه ده چې هرڅوک دې وژني؟
ولې د خپل ارزښت له لاسه ورکړی؟
ولې دې وینه د روانو اوبو قیمت هم نلري؟
ولې دې د ویني پوښتنه له چا نشي کیدای؟
عسکره وروره!
تر څو به دې داحال یي؟
ولې دې زړه مسخه شوی؟
ولې د چا نصیحت نه مني؟
ولې قران او حدیث ته لیږ په دِقت سره نګوري؟
ولې د کلې د سپینګيري خبرې نه منې؟
قسم دی د زړه له درده د مسلمانۍ ورور ولۍ په خاطر او درد درته وایم تیرشه له دې بیځایه غیرت نه.
په یوه لاسي ګاډۍ کې سبزي او میوه خرڅه کړه. چاسره روز مزدوري وکه. چاسره نوکري وال سه. حلال رزق وکټه خو ډاډه مطمئني شپي وکه له زندګۍ خوند واخله..
ځان ته دروند وګوره ستا همزولي ستا وطن وال ستا کلیوال په دین او اسلام قربان شول او قربانیږي په رښتیا اسلامیت او افغانیت یې ښکاره کړ آئنده نسل ته یې تاریخ جوړ کړ. ته هم ترې کم نه یې هر څه کولی شې خو په لیږ څه دوکه شوی یې.
کله به پوهیږې،کله به هوش کې راځې او دا پردی جوش به دې له سره لیرې کیږي؟
د خپل ایمان، خپلو بچو،او خپل خواږه عمر خاطر وکړه وخت ندی تیر له خپلو تللو ملګرو دې عبرت واخله راشه عادي زندګۍ ته مخه کړه په کړو اعمالو دې توبه اوباسه برائت لیک ترلاسه کړه او خپله عادي زندګي شروع کړه.
د آخرې خاتمې د جوړیدو کوښښ وکړه الله تعالی ډیر مهربان او بښونکی ذات دی.
الله تعالی دې مونږ ته استقامت په دین نصیب کړي، الله تعالی مو دې په حقه د دین پیروان جوړ کړي..آمین


















