کابل ټکی کام( یکشنبه، ۲۹غوایي، ۱۳۹۸)
په کندوز کې د پوهنتون د لیلې محصلینو ادعا کړې چې څوارلس ورځې یې د خره غوښه خوړلې ده.
محصلینو ویلي چې دا کار د پوهنتون قراردادیانو کړی او په وینا یې چې دوی باید قضایي ارګانونو ته وروپیژندل شي.
د کندوز امنیه قومندانۍ پیښه تائیدوي خو وایي چې د خره غوښې نه بلکې د اسپ غوښې یې پرې خوړلي دي.
د امنیه قومندانۍ چارواکو ویلي چې تفتیش یې شروع کړی او تر دې دمه یې ۸ تنه قراردادیان نیولي دي.
د کندوز د امنیت رئیس سید انور شاه سادات او د پوهنتون رئیس خیبر سیفي د پیښې د تائید په اړه څه نه دي ویلي خو زیاته کړې یې ده چې پلټنې به وکړي، که قراردادیان ملامت ثابت شول عدلي او قضایي ارګانونو ته به یې وسپاري.
دا لومړی ځل نه دی چې داسې پیښه رامنځته کیږي بلکې څو ځله وړاندې هم ورته راپورونه ورکړل شوي دي.
په ځینو ځایونو کې په امنیتي ځواکونو هم ډیری وخت د خره او سپي غوښې خوړل شوي چې وروسته بیا کیسه رسوا شوې ده.


















